د ننګرهار پولیس وايي چې په ننګرهار کې یې د داعش ډلې د امر باالمعروف او نهې عن المنکر مسوول نیول شوی دی.
د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ د رسنیو د دفتر مسوول په یوې خبرپاڼه کې چې نن چهارشنبې خپره شوې لیکلي چې د داعش دغه کس له دوه تنو نورو همکارانو سره یې د هسکې مېنې په یاغي بند سیمه کې نیول شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه کس ښځینه جامې په تن کړې وئ او غوښتل یې چې د دغه ولایت د دوه تنو اوسېدونکو له همکارۍ سره په ننګرهار ولایت کې د دغې ډلې یوه پټنځای ته بوځي.
د دغې خبرپاڼې پر حواله، دغه درې تنه اوس د دغه ولایت د پولیسو په یوې څارخونه کې تر پلټنو لاندې دي.