Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د نه پاملرنې په صورت کې به دا ځل ځانونو ته اور ورته کړو

کله چې یوه اوونۍ مخکې د معترضو نوماندانو خېمې د ولسمشرۍ ماڼۍ او اجراییه ریاست دروازو له څېرمه لیرې کړل شوې، اوس یې د سترې محکمې په وړاندې خېمه درولې ده.

دغه نوماندانې ګواښ کوي که‎چېرې دا ځل د هغوی غوښتونکو ته پاملرنه ونه‎شي، ځانونو ته به اور ورته کړي. 

معترضه نومانده فرزانه فرهمند وايي:«دا د عدالت کور دی، پر موږ ظلم شوی او اړ دی چې خپله دنده ترسره کړي؛ له هغې پرته یا زموږ تذکرې واخلئ او له دغې هېواده موږ بهر کړئ یا دا چې موږ ځانونو ته همدلته اور اچوو.»

دغو نوماندانو کابو درېیو میاشتې مخکې له هغې وروسته خپل اعتراضونه پیل کړل چې نومونه یې د ولسي جرګې د بریالیو کسانو له نوملړه ویستل شول.

دغه معترضان وايي چې په ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوي او د هغوی نومونه هم له نوملړ څخه د سیاسي راکړې ورکړې او فساد له امله لیرې شوي دي. هغوی وايي چې د دوی د سندونو د څېړلو لپاره باید یوه ځانګړې محکمه جوړه شي. 

دغه معترض نوماندان چې ډېری یې مېرمنې دي، په دې موده کې یې په بېلابېلو طریقو اعتراض وکړ - د ارګ او سپیدار د دروازو په وړاندې له پرلت نیولې، د نه خوړلو اعتصاب، د شونډو ګنډلو او کفن اغوستو پورې - خو تراوسه یې پایله نه ده لرلې.

تېره اوونۍ پولیسو د دغو معترضانو خېمې د ارګ او سپیدار ماڼیو له مخکې لیرې کړې. خو دغه نوماندان همدارنګه خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي.

معترضه نومانده ډېوه نیازۍ څرګندوي:«هر چېرته چې ځو څو خپل غږ پورته کړو، پولیس زموږ لپاره ستونزې رامنځته کوي؛ په سیمه کې موږ ته اجازه نه راکوي، موږ ته سپکاوی کېږي،»

معترضه نومانده صدیقه مبارز هم وايي:«هېڅوک نه‎شي کولای چې زموږ غږ چوپ کړي؛ ځکه چې موږ هم د خپلو خلکو رایې او ملاتړ له ځان سره لرو.»

پر ټاکنو څارونکي بنسټونه وايي حکومتي چارواکي مسوولیت لري چې د دغو ښځو غږ واوري او قناعت یې ترلاسه کړي.

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ رییس محمد نعیم ایوب زاده په ډاګه کړه:«که‎چېرې دا اعتراضونه دوام ولري او پاملرنه ورته ونه شي فکر کوم چې دا یو کړکېچ دی او یو ستر ناورین به وي.»

خو ولسمشرۍ دفتر وایي په ټاکنیزو کارونو کې لاسوهنه نه کوي.

د ولسمشر د ویاند مرستیاله  درانۍ وزیري څرګندوي:«له بده مرغه رپوټونه مو ولیدل چې زموږ خویندې له ځینو ستونزو سره مخ دي، خواشیني یوو او هیله ده چې مسوول بنسټونه د د دوی د شکایتونو د څېړلو په برخه کې هڅه وکړي. حکومت په هېڅ ډول په ټاکنیزو چارو کې لاسوهنه نه کوي.»

شریک یي کړئ