د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې له ګڼې ګوڼې په ډک بازار کې چاودنه شوې چې د یوه تنه ژوند یې اخیستی او ۷ تنه نور ټپيان دي.
د هرات د والي ویاند، جیلاني فرهاد وویل چې پېښه نن(دوشنبې د کب۲۸مه) کابو دوه بجې شاوخوا په یوه موټر سایکل کې د چاودېدونکو توکو په واسطه ترسره شوې ده.
د برید موخه نه ده څرګنده او د ټپیانو روغتیايي حالت په اړه هم څه نه دي ویل شوي.
د پېښې مسوؤلیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.
دا نن په هېواد کې دوهم موټرسایکل بم دی چې چاودنه ورکول کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې پېښې څو شیبې وړاندې ورته پېښه ننګرهار ولایت کې هم شوې او د جلالآباد ښار دریمې امنیتي حوزې ته څېرمه چاودنه شوې او په دې پېشه کې درې تنو ژوند له لاسه ورکړی او اته نور ټپيان دي.
دا چارواکي وايي چې پېښه هغهمهال رامنځته شوې ده چې په یوه موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي د ګلبدین حکمتیار پلویانو ناستې ته څېرمه چاودلي دي.