Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هلمند سوله غوښتونکی کاروان زابل ته ورسېد

د هلمند د سوله غوښتونکي کاروان ځينو غړو ۱۱ ورځې مخکې په هېواد کې د جګړې او ناامنیو په اعتراض کې، له هلمند څخه د کابل په موخه پیل کړ. اوس د زابل مرکز قلات ته را رسېدلي دي.

دغو اعتراض کوونکو دغه لاره پلې کچ کړې او ټاکل شوې ده چې خپل سفر ته تر کابله دوام ورکړي.

د دغه کاروان یو غړی باچاخان مولاداد په دې اړه وویل:«موږ څلور غوښتنې لرلې، لومړۍ دا چې ښکېلې غاړې دې د روژې په مبارکې میاشت کې اوربند وکړي. یو مشخص ادرس دې رامنځته کړي او یو ګډ حکومت دې جوړ کړي او څلورمه موضوع دا وه چې له یو بل سره دې کېني او د بهرنیو د بهر کېدو نېټه دې څرګنده کړي.»

د سوله غوښتونکي کاروان بل غړی قیس هاشمي هم وايي:«زه له کندهاره له دغو ځوانانو سره یوځای شوم ځکه چې د دوی پرېکړه لیک ډېر روښانه دی او د عامو خلکو غوښتنه ده چې له دواړو خواوو سوله غواړي.»

دغه ځوانان چې اوس قلات ښار ته رسېدلي د دغه ښار له اوسېدونکو غواړي چې له هغوی سره همغږي شي. اخوا د زابل خلک د هلمندي سوله غوښتونکو ځوانانو ستاینه کوي.

د زابل قومي مشر مجیدخان په دې اړه څرګنده کړه:«کلونه کېږي چې افغانان وژل کېږي؛ له دې غاړې او یا هم له هغې غاړې ټول زموږ وروڼه دي.»

هلمندي ځوانانو لښکرګاه کې د سولې له خیمې نه چې د غوايي په ۲۳مه نېټه یې پورته کړه، د نه خوړو اعتصاب وکړ او اوس پیاده د کابل پر لور راروان شوي دي.

شریک یي کړئ