Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هلمند سولې غوښتونکی کاروان کابل ته راورسید

د هلمند ولایت څخه د کابل پر لور ۳۸ ورځې مخکې پلی خوځېدلی کاروان نن دوشنبې( د غبرګولي۲۸مه) وروسته له ۷۰۰ کیلومترو پلي مزل څخه کابل ته راورسید.

د دې کاروان غړي په داسې حال کې کابل ته ورسیدل چې د ډېرو پېښې تڼاکې دي او ستړي شوي، خو وايي، خپلو هڅو ته دوام ورکوي تر څو خپلې موخې ته چې سوله ده ورسیږي.

د دي کاروان یو غړی، محمد نبي سوله‎مل وايي چې د ټول افغانستان لپاره سوله غواړو او که په دې لار کې مو ژوند هم له لاسه ورکړ، خپلې موخې څخه به په شا نشو.

دا ګډونوال وړاندې وايي:«موږ له طالبانو غوښتنه کوو چې سوله وکړي او په خپلو منځونو کې وینو تویول بس دي. د روسانو له وخته زموږ یوازې ډزې په یاد دي او درس نه وه او اوس چې موږ زامن درس وايي نو اوس دوی ټوټې ټوټې پراته وي په ځانمرګي بریدونو کې ژوند له لاسه ورکوي.»

د کاروان غړو اختر پر لاره تېر کړی او له ډېرو ګواښونو او ستونزو سره یې ځانونه کابل د سولې پیغام سره رارسولي دي.

دوی د کابل کمپنۍ سیمه کې را دننه شول او غواړي چې د عبدالرحمن خان او عیدګاه جوماتونو ته ولاړ شي.

په همدې حال کې له کندهار ولایت څخه د کاروان بل ګډون وال، حاجې محمد نیکزاده سره له دې چې د دې کاروان سره د یوځای کېدو سره خپله دنده پرېښې او له کوره راوتلی، وايي دا چې هره ورځ زموږ ماشومان وژل کېږي او سوځي، ښه ده چې دا غږ پیاوړی کړو.

دی وايي:«کله چې له دې کاروان سره یوځای کېدو خلکو راته ویل چې په دې لاره کې خطر دی او وژل کېږ‎ئ، خو ما ورته ویل چې هسې هم هره ورځ وژل کېږو او که سوله راشي نو داسې به نه وي.»

ښاغلی نیکزاده په ژړا سره د سولې غږ پورته کوي او له خلکو غواړي چې د دې غږ پورته کولو لپاره سره یو ووسي.

نیکزاد وویل:«د اختر په ورځو کې طالبانو او افغان ځواکونو سره په خوښیو روغبړ کاوه او کورنیو راته زنګ واهه چې اختر په څه ډول په سرکونو کې تېروۍ، خو وموږ ورته ویل چې موږ دا اختر د خپلو خلکو په غېږو کې تېرو.»

د کاروان غړي وايي چې زموږ یو نسل په ستونزې کې رالوی شو او دا ستونزې یې ولیدي، دوی د جګړې له ښکېلو غاړو ته وايي«که زړه ولري نو سوله دې وکړي او که انسانیت په کې پاتې وي نو باید فکر وکړي، سولې ته رسیدل ستونزمن نه دي او که د دوی لږ فکر وکړي، که مو ووژنې هم خیر دی خو باید سوله راشي.»

همداراز د بلخ ولایت اوسېدونکی، حیات خان چې په دې کاروان کې مل دی وايي:«له ځوانانو غواړو چې راشي له دې کاروان سره یوځای شي او دا غږ دي پراخ کړي.»

د هلمند سوله غوښتونکی کاروان کابو درې میاشتې مخکې هغه مهال پیل شو چې ځانمرګي برید د په لښکرګاه ښار کې د یوه سپورټي لوبغالي مخته په موټر بم چاودنه کي ۱۶ کسان ووژل شول او ۵۵نور ټپیان شول، تر یادې پيښې یوه ورځ وروسته یو شمېر ولسي کسانو د یادې پيښې په غبرګون کې د پيښې په ځای کې د تحصن خیمه ودروله او وروسته یو شمېر ښځې او سپین ږیري هم ورسره مله شول.

د سولې کاروان غړي په داسې حال کې چې پښې یې تڼاکې دي او په سترګو کې یې اوښکي دي د جګړې له ښکېلو غاړو غواړي چې د سولې له بهیر سره یوځای شي

شریک یي کړئ