Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هېواد د ۷ ولایتونو مرکزونه له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ دي

د دفاع وزارت مني، چې فراه، غزني، فیض اباد، ترینکوټ، کندز، میمنه او پلخمري د طالبانو له خوا  تر ګواښ لاندې دي، خو وایي امنیتي ځواکونه به د دې ښارونو دفاع وکړي.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش په دې اړه وویل:«څو ښارونه چې تاسې وویل تر فشار لاندې دي؛ هو دي. خو په یاد ولرئ چې ښارونه خوندي دي.»

په تازه پېښه کې، د غزني د ولایتي شورا د ځینو غړو په وینا، د دغه ولایت جغتو او زنه خان ولسوایو کې نېږدې ۵۰ تنه سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

له دې ډلې د مینې، فیض اباد، غزني، ترین کوټ او پلخمري په پرتله د کندوز امنیتي وضعیت ډېرې د اندېښنې وړ دی.

لکه څرنګه چې د کندوز اوسېدونکي وايي، چې د کندوز ــ بغلان لویه لاره تړل شوې ده.

د کندوز اوسېدونکی بشیر په دې اړه وايي:«نن هم موږ د دې شاهد وو چې لویه لاره د طالبانو له خوا وتړل شوه او مسافر له ډېرو ستونزو سره مخ دي. حکومت باید د لویو لارو د امنیت د ټینګښت لپاره اقدام وکړي.»

د سه شنبې په شپه د غزني ښار ګاونډ ته نږدې زنه خان او جغتو ولسوالۍ د طالبانو د بریدونو شاهد وې.

د غزني ولایتي شورا د یو غړي پر وینا د غزني ولایت په زنه خان ولسوالۍ کې ۱۳ پولیس وژل شوي دي. او له جغتو ولسوالۍ هم د ۹ پولیسو د وژل کېدو او ۲۵ ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي، چې په دغو بریدونو کې بهرنیو ترهګرو هم له وسله والو طالبانو سره لاس یو کړی وو.

شریک یي کړئ