Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هېواد د فوټبال ملي لوبغاړي تاجکستان ته ورسېدل

د هېواد د فوټبال ملي لوبغاړي د یکشنبې پر سهار (د وږي په ۱۷مه) د ۲۰۲۲ نړیوال جام او ۲۰۲۳ز کال د اسیا ملتونو جام په غوراوي سیالیو کې د بنګله‎دېش په وړاندې د لوبې لپاره د تاجکستان دوشنبې ښار ته ورسېدل.

د بنګه‎دېش ملي لوبډله له یوې اوونۍ راهیسې په تاجکستان دې دي، هره ورځ خپل تمرینونه کوي او هیله لري چې له افغانستانه لوبه وګټي.

د سې‎شنبې پر ماښام، د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د نړیوال جام غوراوي سیالیو کې د بنګله‎دېش کوربه ده.

د پنجنشبې پر شپهو د هېواد ملي لوبغاړو د دغو سیالیو په خپله لومړنۍ لوبه کې د قطر په وړاندې ۰-۶ ماتې وخوړه.

افغانستان په ۲۰۱۵ز کال کې د سوېلي اسیا په سیالیو کې د پیټرشګرد په لارښونې سره بنګله‎دېش ته ۰-۴ ماتې ورکړه.

د هېواد د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۲ز کال د قطر نړیوال جام او ۲۰۲۳ز کال د اسیا ملتونو غوراوي سیالیو کې په پنځمه ډله کې د قطر، عمان، هند او بنګله‎دېش سره هم ډلې ده.

ټاکل شوې دهچې ملي لوبغاړو لومړنۍ تمریناتي کمپ د یکشنبې له غرمې ورووسته د دوشنبې ښار په مرکزي لوبغالي کې جوړ شي.

شریک یي کړئ