Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هېواد په ګوټ کوټ کې څه باندې زر ښوونځي تړلي پاتي دي

په هېواد کې د دولتي ښوونځيو شمېر شاوخوا ۱۷ زرو ۵۰۰ ته رسېږي خو د پوهنې وزارت چارواکي وايي، د بېلا بېلو لاملونو له کبله هېواد کې د زده کوونکو پرمخ څه باندې زر ښوونځي تړلي دي.

بلخوا د طلوع نیوز سرچینې وايي، په کندوز ولایت کې یو شمېر ښوونځي د طالبانو لخوا ګواښل شوي دي چې که د ښوونکو تنخواګانې د معتمدۍ په طریقه ورنه کړل شي ښوونځي تړل کېږي دغه ادعاوې د طالبانو لخوا تایید شوې نه‎دي.

د کندوز د والي ویاند نعمت الله تیموري په دې اړه وویل:«څه باندې ۵۰۰ ښوونځي چې په کندوز کې دي د هغوی یو شمېر تړلي دي او د دغو ښوونځيو د تړلو لامل دا دی چې د ښوونکو د معاشونو په ورکړه کې روڼتیا رامنځته کړو او له فساد سره مبارزه وکړو. د خپلو ښوونکو د تنخواه ورکړه مو بانکي کړې ترڅو د ښوونکو حق هغوی ته ورسېږي.»

بلخوا په غور ولایت کې د ۸۱۵ ښوونځيو له ډلې ۷ ښوونځي تړلي دي او ۱۳۰ نور ښوونځي بیا د طالبانو ترولکې لاندې سیمو کې په دې شرط پرانستي دي چې د دغو ښوونځيو د ښوونکو تنخواګانې د بانک له لارې نه بلکې په  مستقیمه توګه ورکړل شي.

په ولسي جرګه کې د غور د خلکو استازی قادر شاه بحر وايي:«د طالبانو تر نفوذ لاندې ۱۳۰ ښوونځي دي. د دغو ښوونځيو ښوونکو ته چې معاشونه استول کېږي، په بشپړه توګه د طالبانو له غوښتنې سره په تعامل کې دي. که‎چېرې داسې نه وي، طالبان ښوونځي پرانستي نه پرېږدي. له دې ډول طریقې سره د ښوونکو په معاشونو کې لاسوهنه کېږي او د ښوونکو له معاشونو سره معاملې کېږي.»

خو د پوهنې وزارت وایي، د ښوونکو تنخواګانې د معتمد په ډول او د کومې ډلې سره په معامله نه ورکېږي.

د پوهنې وزارت د نشراتو رییس کبیر حقمل څرګنده کړه:«تراوسه داسې کار چې موږ له چا سر یا ډلې او هم لوري سره، هوکړه مطرحه شي او یا هوکړې ته رسېدلي وو داسې څه شتون نه‎لري. ښوونکي باید د بانکونو له لارې خپل معاشونه ترلاسه کړي.»

دغه راز، لوګر ولایت کې د ۱۱۰ ښوونځيو له ډلې د دغه ولایت څرخ ولسوالۍ کې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې ۳۰ ښوونځي تړل شوي دي خو سیمه‎ییز چارواکي اوس مهال په دغه ولایت ټول ښوونځي پرانستي بولي.

د لوګر د والي ویاند سلیم صالح وايي:«د څرخ او خروار په ولسوالیو کې هغه دودونه چې له پخوا څخه وو اوس هم واکمن دی چې خپلو لوڼو ته له شپږم ټولګي وروسته د ښوونې اجازه نه ورکوي.»

د وردګو د والي ویاند عبدالرحمان منګل زیاتوي:« په میدان وردګو ۴۸۲ ښوونیز مرکزونه دي، ۶۸ ښوونځي ځانګړي د نجونو دي. په ټوله کې په دغو ښوونځیو کې ۱۶۸ زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.»

د لوګر ولایت د چارواکو د شمېرو له مخې اوس‎مهال په دغه ولایت کې د نجونو او هلکانو په ګډون ۱۵۵ زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.

لوګر ولایت کې زده کوونکې انیتاعلم یار په ډاګه کوي:«تېر کال له ډېرو ستونزو سره مخامخ وو. زموږ د ښوونځي دېوالونه د جګړ په پایله کې زیانمن شوي وو. خو سږکال دا ستونزه تر یوه بریده حل شوې ده.»

د حکومت د شمېرو له مخې د نا امنیو دوام د دې لامل شوی چې په ټول هېواد کې دری مېلیونه ماشوم له زده کړو بې برخې پاتې شي.

ډېری تړلي ښوونځي په نا امنه ولایتونو لکه کندوز، غور، هلمند او کندهار ولایتونو کې دي. بلخوا د طلوع نیوز سرچینې وايي، په کندوز ولایت کې یو شمېر ښوونځي د طالبانو لخوا ګواښل شوي دي چې که د ښوونکو تنخواګانې د معتمدۍ په طریقه ورنه کړل شي ښوونځي تړل کېږي دغه ادعاوې د طالبانو لخوا تایید شوې نه‎دي.

شریک یي کړئ