Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ولسمشریزو ټاکنو د ممکنه ځنډ په اړه د واشنګټن غبرګون

وړمه ورځ (دوشنبه، د لړم ۲۱مه) ځينو لوېدیځو رسنیو داسې راپورونه ورکړل، چې واشنګټن د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډ پر طرحه بحث کوي، خو تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا راپورونه رد کړي دي. 

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیوو چاترو وزارت ویاندې هیدر ناورت نن (چهارشنبه، ۲۳مه) په یوه خبري غونډه کې وویل، واشنګټن په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو پر خپل وخت ترسره کېدو ته ژمن دی او په دې اړه تصمیم د افغانانو خپل کار دی

ناورت، زیاته کړه: «زموږ لپاره مهمه دا ده چې ټاکنیز بهیر ته ژمن یو، که د ټاکنیز مهال‌وېش اړوند بدلون منځ ته راشي، نو تصمیم يې په کلي ډول افغانستان پورې تړلی دی او دا هغه څه دي چې موږ به پکې مداخله ونه کړو.»

هغې د افغان سولې په اړه هم زیاته کړه، چې د دوی له لوري د سولې په برخه کې د ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیل‌زاد سفرونه دا په ډاګه کوي چې موږ په افغانستان کې دوامدارې سولې ته ژمن یو. 

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وړاندې ویلي، هیله لري چې زلمی خلیل‌زاد به وتوانېږي چې د ښکېلو اړخونو تر منځ د خبرو اترو زمینه برابره کړي. 

ناورت وویل: «زموږ چارواکو تل ویلي، چې د افغانستان لپاره جګړه د حل لار نه ده، خلیل‌زاد په دې برخه کې جدي کار کوي، زما په نظر هغه په دې و روستۍ یوه نیمه میاشت کې ډېر وخت په الوتکو کې پر سفر تېر کړی دی، چې بېرته واشنګټن ته راشي او کارونو ته يې دوام ورکړي.»

هغې وړاندې زیاته کړه: «کولی شم تاسې ته ووایم، چې د افغانانو لپاره د افغانانو په رهبري د سولې بهیر، زموږ کړنلاره ده، د ټاکنو په اړه او دا چې په دې بهیر کې بدلون راشي، دا ټول د افغانستان په حکومت پورې اړه لري، نه د متحده ایالتونو حکومت پسې.»

امریکا په مسکو کې د افغان سولې اړوند هم خپل استازی یوازې څارونکی یاد کړی او زیاتوي چې هغه د ګډونوال په توګه برخه نه وه اخیستې: «موږ یو استازی پکې درلود، په کاري سطحه، نه د ګډونوال په سطحه، یوازې د خبرو اترو د څارونکي په توګه.»

امریکا په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې تېره جمعه (د لړم اتلسمه) مسکو کې د افغان سولې لپاره غونډه وشوه، چې د طالبانو په ګډون پکې د سیمې د لسو هېوادونو او د امریکا یو استازي هم برخه اخیستې وه. 

په ورته وخت کې ډاکټر زلمي خلیل‌زاد په دې برخه کې خپل دویم سفر پیل کړی، چې پلازمېنه کابل کې يې د اجراییه ریس په ګډون د ځینو ګوندونو له مشرانو او استازو سره هم کتلي دي. 

وال‌سټریټ ژورنال تېره دوشنبه (د لړم ۲۱مه) په یوه راپور کې د افغان ولسمشریزو ټاکنو د ممکنه ځنډ په اړه د امریکايي چارواکو غور د زلمي خلیل‌زاد له شپږ میاشتني ماموریت سره تړلی وګاڼه. 

په ورته وخت کې حکومت ادعاوې ژر رد کړې او د ولسمشر ویاند، هارون چخانسوري وویل چې د افغانستان حکومت د اساسي قانون او د ټاکنو خپلواک کمېسیون لخوا په اعلان شوې نېټه ټاکنو ترسره کولو ته ژمن دی.
 
نوموړي په خپله ټویټر پاڼه کې ولیکل:«د ولسواکۍ د بهیر دوام اړین دی او د افغانانو له هوډ پرته چې په اساسي قانون کې روښانه دی هیڅ شی د منلو وړ نه دي».»
 
په همدې حال کې د ولسمشر یوه سلاکار، فضل فضلي هم د وال سټریټ ژورنال د راپور له خپرېدو څوشیبې وروسته په خپله ټویتر پاڼه کې ولیکل چې هر ډول وړاندیز چې د اساسي قانون سره په ټکر کې وي د افغانستان خلکو لپاره د منلو وړ نه دی.
 
ده زیاته کړې وه:«موږ هغې نېټې ته ژمن یو چې د ټاکنو کمېسیون لخوا اعلان شوې ده هغې ته ژمن پاتې کېږو.‎»

خو هېواد کې ټولې سیاسي څېرې پر وخت د ټاکنو ترسره کېدو پلوي نه دي. د دوی په وینا د ټاکنو ځنډېدل به د سولې په ګټه وي او دوی یې هرکلی کوي.

سیاسي ائتلاف د ټاکنو ځنډول غواړي تر څو مؤقت حکومت رامنځته او د اساسي قانون لویه جرګه هم ترسره شي.

وال سټریټ ژورنال په راپور کې راغلي دي چې امریکا د سولې بهیر پرمخ بیولو په موخه د بُن ناستې په څېر د یوې ناستې وړاندیز کړی دی چې د طالبانو طرحه به هم په کې شامله وي.

د سیاسي ګوندونو او بهیرونو د کمېټې رییس، محمد ناطقي وویل:«که مؤقته اداره یوې جامع سولې سره مرسته کوي، نه دا چې خلک ووژني او بې کوره یې کړي او اوايي چې موږ سوله غواړو. که د ټاکنو ځنډول د سولې رامنځته کولو لپاره مرسته کوي، نو کومه ستونزه نشته.»

په همدې حال کې د پخواني ولسمشر، حامد کرزي ته نېږدې کس هم اوسنیو شرایطو کې د ټاکنو ترسره کول بې مانا بولي.

د کرزي ته نېږدې کس، شهزاده مسعود وايي:«پنځه میاشتې وروسته د دې حکومت وخت هم پوره کېږي. نو کله چې د حکومت وخت پوره کېږي، نو ښه ده چې ټولو خواوو ته د منلو وړ مؤقته اداره رامنځته شي او دوی بیا د رڼو ټاکنو لپاره هڅې وکړي.»

په همدې حال کې اجراییه رییس، عبدالله عبدالله سې‎شنبې(د لړم په ۲۲مه نېټه) په افغانستان کې د امریکاایالاتو له سفیر، جان بس سره په لیدنه کې پر همدې موضوع خبرې وکړي. ښاغلي عبدالله په خپله ټویټر پاڼه کې ولیکل چې د ولسمشرۍ ټاکني به پر ټاکل شوې نېټه تر سره کیږي.

همداراز د امریکا سفیر د دې خبرو په ځواب کې هم په خپله ټویټر پاڼه کې ولیکل:«موږ د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو لپاره د افغان حکومت او ټاکنیزو کمېسیونونو سره د مرستې لپاره ژمن یوو. افغانان به يې د وخت په اړه پرېکړه کوي.»

د سولې شورا غبرګون

د سولې عالي شورا هم د ځينو سیاسي ګوندونو په څېر نظر درلود، دې شورا وویل سوله تر هر څه مهمه ده. 

دغه شورا هم ورته نظر لري او مني چې که د ټاکنو ځنډ د سولې د راتګ علت کېدلی شي، نو سولې ته باید لومړیتوب ورکړل شي. 

د دې شورا مرستیال عزیزالله دین محمد وايي: «څومره چې سوله نږدې کېږي او د لومړیتوب حق ورکړل شي، د افغانستان د ملت په خیر دی، په دې صورت کې به ټاکنې هم لا ښې ترسره شي.»

پردې سربېره د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري وايي حکومت د ټاکنو دقیقې نېټې ته ژمن دی، هغه وايي: «د ۱۳۹۸ل کال ټانکو لپاره حکومت د قانون پر اساس د ټاکنو خپلواک کمیسیون له لوري اعلان شوي تاریخ ته پوره ژمن دی.»

په همدې حال کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون پخوانی مشر فضل احمد معنوي وايي دوی لا له وړاندې پوهېدل چې ولسمشریزې ټاکنې نه ترسره کېږي.

معنوي ووویل: «موږ پوهېدلو چې ټاکنې نه کېږي، طبیعي ده چې نن د امریکایانو له لوري دا مسئله مطرح کېږي زیاتې د پوښتنې ځای نه پاتې کېږي.»

وال‌سټریټ ژورنال د امریکايي سرچینو په حواله ویلي و، چې د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د سولې د هڅو لپاره تر بحث لاندې نیول شوې دي. 

د امریکا متحده ایالتونو د سولې په برخه کې خپل ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد ته شپږ میاشتې وخت ورکړی، چې د سولې شورا د مرستیال دین محمد په قول باید خپلې ادارې ته یوه پایله په ګوتو ورکړي.

شریک یي کړئ