Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډ پر احتمالي طرحو بحث

د ولسشمریزو ټاکنو د ځنډ اړوند وروسته له هغه څرګندونې ګرمې شوې، چې نږدې درې اوونۍ وړاندې وال‌سټریټ ژورنال د دې ټاکنو د ځنډ خبر ورکړی او علت يې هم د زلمي خلیلزاد سوله‌ییز ماموریت ښوودل شوی و. 

تازه د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ویاند یو مرستیال وايي، دوی پر دې طرحه غور کوي، چې ولسمشریزې ټاکنې، د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو او همدارنګه د غزني د ولسي جرګې ټاکنې له څو میاشتني ځنډ وروسته یو ځای ترسره کړي. 

وړاندې تر دې دې کمیسیون پر لپسې ټینګار کړی و، چې ولسمشریزې ټاکنې به د راتلونکي کال د لومړۍ میاشتې په وروستۍ ورځ ترسره شي. 

د دې کمیسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي وايي: «دا وروستۍ طرحه نه ده، فعلاً خبرې اترې پرې روانې دي، یوه طرحه دا ده، چې د غزني د ولسي جرګې ټاکنې او ولسمشریزې ټاکنې د وري په ۳۱مه ترسره شي او د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې وروسته ترسره شي، بله طرحه دا هم ده چې څلور سره ټاکنې، په ښه مدیریت سره څو میاشتې وروسته ترسره شي.»

هغه ویلي، تر اوسه د دواړو طرحو اړوند خبرې اترې روانې دي او وروستۍ پرېکړه نه ده شوې، بلکې وروستی تصمیم به پر خپل وخت له رسنیو سره شریک شي. 

په ورته وخت کې اجراییه رییس عبدالله عبدالله پر ټاکنو ټینګار کړی او د مؤقتې ادارې رامنځته کېدل يې بې وخته تبصرې یادې کړې. 

ښاغلي عبدالله وویل: «له ټاکنو پرته بله لار نشته، د ټاکنو شاته کول د هېواد او خلکو په ګټه نه دي.»

هغه وړاندې زیاته کړه، چې د هر فکر ډله یا شخص کولی شي د سیاسي مبارزې میدان ته را ودانګي: «هر څوک یا ډله چې پر هر فکر وي او غواړي د هېواد په سیاسي راتلونکې کې برخه‌وال وي، سیاسي پروسې ته دې داخل او مبارزه دې پر مخ یوسي. دا د هېوادوالو غوښتنه ده.»

د ټاکنو خپلواک کمیسیون پخوانی مشر فضل احمد معنوي، وايي د ټاکنو کمیسیون ګډوډۍ ته په کتو دوی په ممکنه وروسته اعلانېدونکې نېټې هم ټاکنې نه‌شي ترسره کولی: «زه باوري نه یم، چې دا د سرطان ۲۲-۲۱ چې دوی اعلانوي ټاکنې وکولی شي، ما وړاندې هم ویلي و، د کمیسیون وضعیت ته چې ګورم، دوی دا ټاکنې نه‌شي ترسره کولی.»

دا په داسې حال کې دی چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر عبدالبدیع صیاد وړمه ورځ وویل، په روانه اوونۍ کې به د ولسمشریزو ټاکنو مهال‌وېش اعلان کړي. 

د ټاکنیز بهیر د څار بنسټونو د ولسمشریزو ټاکنو اړوند د ټاکنو خپلواک کمیسیون خپلواکي تر سوال لاندې بللې وه. 

تېره اوونۍ د افغانستان د رڼو او ازادو ټاکنو د بنسټ ویاندې صغرا سعادت وویل، کمیسیون د ولسمشریزو ټاکنو مهال‌وېش نه‌شي اعلانولی او د حکومت غږ ته يې غوږ نیولی دی. 

هغې وویل: «دوی په لومړیو کې له دې صلاحیته ګټه نه شوای اخیستلی او اوس هم پوره دې ته غوږ دي چې حکومت څه فرمان صادروي.»

په ورته وخت کې د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ مشر نعیم اصغري هم ورته نظر درلود، هغه زیاته کړه: «د نړیوالې ټولنې شرط هم ضرور دی، د هغوی تصمیم ډېر زیات ضروري دی، چې ایا هغوی هم د وري په ۳۱مه ټاکنې غواړي، که د سولې په پلمه يې ځنډوي.»

د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډ په تړاو وال‌سټریټ ژورنال د خپاره کړې راپور په غبرګون کې واشنګټن، کابل او سیاسي ګوندونو هم بېلابېل غبرګونونه وښودل. 

ظاهراُ د دې راپور په غبرګون کې د امریکا سفیر جان بس پخپله ټویټر پاڼه ولیکل، چې د ولسمشریزو ټاکنو په اړه د ټاکنیزو کمیسیونونو د تیاریو ملاتړ کوي، خو زیاتوي چې د ترسره کېدو وخت يې په افغانانو پورې تړلی. 

د سیاسي ګوندونو د کمېټې مشر محمد ناطقي وویل، که د ټاکنو ځنډ یوې جامع سولې علت کېږي هیڅ ستونزه نشته: «که د جامع سولې لپاره لنډمهالی حکومت یا د ټاکنو ځند مرسته کولی شي، هیڅ ستونزه نه لري، خو نه دا چې خلک ووژلي، بې کوره يې کړي او ووايي موږ سوله کو.»

شهزاده مسعود چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي نږدې کس بلل کېږي، هم د لنډمهالي حکومت تایید وکړ او زیاته يې کړه، په اوسنیو حالاتو کې ټاکنې هیڅ مانا نه لري. 

مسعود زیاته کړه: «پنځه میاشتې وروسته د دې حکومت وخت ختمېږي، نو ښه ده چې یوه مؤقته اداره د ټولو اړخونو په خوښه رامنځته شي، چې سرتاسري ټاکنو ته لار هواره کړي.»

د سولې عالي شورا هم ورته نظر درلود او ويې منل، که د ټاکنو ځنډ د سولې د راتګ علت کېدلی شي، نو سولې ته باید لومړیتوب ورکړل شي. 

د دې شورا مرستیال عزیزالله دین محمد وویل: «څومره چې سوله نږدې کېږي او د لومړیتوب حق ورکړل شي، د افغانستان د ملت په خیر دی، په دې صورت کې به ټاکنې هم لا ښې ترسره شي.»

پردې سربېره د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري ټینګار کړی و، چې حکومت د ټاکنو دقیقې نېټې ته ژمن دی، هغه زیاته کړې وه: «د ۱۳۹۸ل کال ټانکو لپاره حکومت د قانون پر اساس د ټاکنو خپلواک کمیسیون له لوري اعلان شوي تاریخ ته پوره ژمن دی.»
 
په ورته وخت کې اجراییه رییس عبدالله عبدالله پر ټاکنو ټینګار کړی او د مؤقتې ادارې رامنځته کېدل يې بې وخته تبصرې یادې کړې: «له ټاکنو پرته بله لار نشته، د ټاکنو شاته کول د هېواد او خلکو په ګټه نه دي.»

شریک یي کړئ