د سیاسي ګوندونو او بهیرونو کمېټه ګواښ کوي کهچېرې د ولسمشریزو ټاکنو په فني برخې او د ټاکنو کمېسیون په مشرتابه کې بدلون رامنځته نه شي، ګوندونه به له درغلیو ډکې ټاکنې ونه مني او د لنډمهاله حکومت د رامنځته کېدو په اړه به فکر وکړي.
خو حکومت ټينګار کوي چې د حکومت د بدلون یوازینۍ لاره ټاکنې دي او ټینګار کوي چې د رڼو ټاکنو د ترسراوي لپاره به له هرې ممکنې لارې کار واخلي.
د سیاسي ګوندونو کمېټې رییس په دې باور دی چې د ولسي جرګې انتخابات له ډېرو مدیریتي او تخنیکي ستونزو سره مخامخ وو. له همدې امله دا ګوندونه د ولسمشرۍ ټاکنو په بهیر کې د جدي اصلاحاتو غوښتونکي دي.
د سیاسي ګوندونو او بهیرونو کمېټې رییس محمد ناطقي په دې اړه وویل:«موږ د نوملکنې او ټاکنو په ورځ د ټکنالوژۍ د بشپړې استفادې غوښتونکي شوي یوو.»
ګوندونه خبرداری ورکوي که د حکومت او د ټاکنو کمېسیون لخوا د دوی غوښتنو ته پاملرنه ونشي، د لنډمهاله حکومت د رامنځته کولو په اړه به فکر وکړي.
د سیاسي ګوندونو په ګمېټه کې د اسلامي ګوند استازی همایون جریر وايي:«کهچېرې دولت بیا هم د ګوندونو غوښتنې په پام کې ونه نیسي او ولسمشریز ټاکنې له اصلاحاتو پرته ترسره شي، په هغه صورت کې ګوندونه غوره بولي چې د لنډمهاله حکومت په فکر کې شي.»
خو اجراییه ریاست د حکومت د بدلولو یوازینۍ لار د قانون پربنسټ د ټاکنو ترسره کېدل ګڼي.
د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم په دې اړه طلوع نیوز ته وویل:«هوډ لرو چې وکړای شو د منلو وړ، رڼې او عادلانه ټاکنې، هغه څه چې افغان حکومت پورې تړاو لري، زموږ له خوا دا ژمنه ده؛ موږ به د منل شویو ټاکنو د ترسراوي لپاره له خپلو ټولو ظرفیتونو کار واخلو.»
له بلخوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي د ګوندونو غوښتنو ته د پاملرنې او رڼو انتخاباتو د ترسره کولو لپاره له ګوندونو او نړیوالې ټولنې سره د دوی خبرې روانې دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس عبدالبدیع صیاد څرګنده کړه:«د ټاکنو خپلواک کمېسیون هره طریقه چې رڼه وي، او په ښه بڼه عدالت تامین کړي، وروستۍ پرېکړه د کمېسیون په لاس کې ده او یو له کنفرانسه مخکې یو زدکړل شوی درس به دا وي چې په بیړه او بشپړ وخت ونه لرو خپله پرېکړه نه نیسو.»
د ټاکنو په ورځ د لاس ګوټو بایومېټریک او د سترګو سکن او د انځور اخیستل، د رایو ورکولو او د رایو شمېرلو پرمهال د بایومېټریک دستګاه کارول، د ټاکنو له ورځې وروسته د رایو ورکوونکو د نوملړ خپرول، له ټولو ټاکنیزو بهیرونو د ګوندونو د اغېزمنې څارنې زمینې برابرول، په سندونو او ټاکنیزو تګلارو کې لازم اصلاحات د ګوندونو غوښتنې دي.