Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ولسمشر یوې سلاکارې د ډېرو طالب بندیانو له ازادېدو خبر وکړ

د کابو نهه سوه طالب بندیانو د دازادېدو په اړه د ولسمشر غني د فرمان له صادرېدو سره چې ډېری یې طالبان وو، د ولسمشر یوه سلاکار د طالب ډلې د بندیانو د ازادېدو خبر ورکوي.

د ولسمشرسلاکاره ملالۍ شینوارې وايي که‎چېرې د هغو طالب بندیانو ازادېدو مثبته پایله ولره چې د ازادېدو فرمان یې صادر شوی، نور بندیان به هم ازاد کړل شي.

هغې زیاته کړه:«د بندیانو د ازادېدو بهیر کابو بشپړ شوی، خو ځينې نور کارونه په جریان کې دي که‎چېرې ځينې نورکسان هم ازاد کړل شي؛ البته له طالب بندیانو څخه. دا یو اصلي کار و چې باید عملي شوی وای.»

ولسمشر غني د سې‎شنبې په ورځ د کوچني اختر د لمانځه له ادا کولو وروسته اعلان وکړ چې ټاکل شوې ده چې د هېواد له بندخونو نهه سوه بندیان ازاد کړل شي.

د مشورتي لویې جرګې له منشیانو یوه یې وايي، د دې جرګې له‌خوا حکومت ته په ورسپارل شویو وړاندیزونو کې چې درې ماده‎یز و، یوازې یو یې چې د بندیانو خلاصون دی، په یوه اړخیز ډول یې د عملي کولو لپاره ګام پورته شوی دی.

د مشورتي لویې جرګې غړې ګلالۍ اکبري وايي:«دولت باید یو اړخیز قضاوت ونه کړي؛ هغه څه یې چې ویلي دوه اړخیز وو د بېلکې په توګه د دواړو لورو د بندیانو تبادله.»

د مشورتي لویې جرګې یو شمېر غړي هم حکومت د دې جرګې د وړاندیزونو په عملي کولو کې په بې‌پروايي تورنوي.

د ولسي جرګې غړی ضیاالدین اکازی څرګندوي:«درویشت مودرونه چې موږ وړاندیز کړل، تراوسه د هغه په تړاو له موږ سره هېڅ مشوره نه ده شو، له موږ سره هېڅ ډول اړیکه نه ده نیول شوې؛ دا یو ننداریز کار دی.»

د سولې مشورتي جرګه، د غوايي له ۹ مې تر ۱۳مې په کابل کې ترسره شوه. په دغې جرګه کې چې څه باندې درې زره تنو ګډون کړی وو، د سولې د څرنګوالي په اړه حکومت ته مشوره ورکړه. د دغې جرګې ګډون کوونکي د کار په پای کې یو ۲۳ ماده‎ییز پرېکړه‎لیک صادر کړ او په هغه کې د طالب او امنیتي ځواکونو د ازاېدو، د اوربند رامنځته کېدو، په مخامخ توګه د سولې خبرو اترو پیل او پر څو نورو موردونو ټینګار وشو.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د همدغو وړاندیزونو پربنسټ د مرکچي پلاوي د رامنځته کېدو لپاره هڅې پيل کړې دي.

ولسمشر غني د مشورتي لویې جرګې د پای په ورځ د دې جرګې پرېکړه د سولې خبرو د چوکاټ لپاره مهم وباله او تر خوا یې د ۱۷۵ طالب بندیانو د خلاصون اعلان وکړ، له دې وروسته ولسمشر د سولې خبرو کې د ښه نیت په موخه د ۸۸۹ نورو بندیانو د خلاصون خبره وکړه چې تر اوسه یې لا د خلاصون بهیر روښانه نه دی.

شریک یي کړئ