پر ټاکنو څارونکي بنسټونه او د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسوالیو شوراګانو ته د کمو نوماندانو له نوماندېدو اندېښنه لري.
د قانون له مخې د ولسوالیو شوراګانې باید ۲ زره او ۸۰۰ استازي ولري خو تر دې دمه دا ټاکنې څه باندې ۳ زره او ۵۰۰ نوماندان لري.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، په اروزګان، پکتیکا، پکتیا، کنړ، کندهار، هلمند، بادغیس او لغمان ولایتونو کې هېچاهم د ولسوالیو شوراګانو لپاره ځانونه نه دي نوماند کړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د نوماند کېدو سخت شرایط او ناامنۍ په ټاکنو کې د خلکو د لږې ونډې اصلي لاملونه بولي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس عبدالبدیع صیاد:«زموږ مسلکي کارکوونکي او نړیوال همکاران کار کوي دا زموږ اندېښنه ده چې په ځينو ولسوالیو کې هېڅ نوملیکنه نه ده شوې نه نرینه او نه هم ښځينه پر دې بحث کېږي او کمېسیون پرېکړه کوي.»
پر ټاکنو د څار بنسټونه د ولسوالیو شوراګانو لپاره د تنخوا او امتیازنشتوالي سربېره د روښانه مسوولیتونو نشتون په دې ټاکنو د خلکو لږ ونډې لامل بولي.
دوی د ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو نه ترسره کېدو څخه اندښمن دي.
د فیفا اجرایوي رییس یوسف رشید:« کمېسیون باید د ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو د ترسرواي په هکله باید جدي پرېکړه وکړي او په هغو ځایونو کې چې نوملیکنه یې نه ده کړې پرېکړه څه ده ایا بهیر بدلوي یا ټاکنې نیمګړې کېږي.»
خو دټاکنو خپلواک کمېسیون پخوانی رییس دغه کمېسیون د ولسوالیو شورا ګانو لپاره د نوماندۍ او عامه پوهاوي په رابطه د پروګرام په نشتوالي تورنوي.
دی وایي، باید د قانون پر بنسټ باید دا ټاکنې ترسره شي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون پخوانی رییس فضل احمد معنوي وايي:«په هغو ولسوالیو کې چې خلکو نوملیکنه نه ده کړې او نوماند دي باید ټاکنې ترسره شي په هغو ځایونو کې چې ټاکنې نه وي کېدای شي ټاکنې وځنډول شي ستونزه نه ده ځکه چې د رایه ورکوونکو نوملړ لرو باید متفاوته ټاکنې ترسره کړو.»
د ټاکنو کمېسیون وايي، چې ۲ زره ۳۶۹ کسانو د ولسي جرګې ټاکنو لپاره ځانونه نوماندان کړ چې له دې ډلې يې شاوخوا ۳۸۱ مېرمنې او ۷ يې کوچیان دي.
له دې ډلې يې لږ تر لږه ۸۰۰ کسانو له کابل څخه ځانونه نوماندان کړي دي.