وروستي خبرونه
Thumbnail
افغانستان

د ولسي جرګې د ریاست پر سر د جنجال پای؛ ټاکنې بل پړاو ته ولاړې

د ولسي جرګې د غړو ترمنځ له ۳۵ ورځنیو کشالې او شخړو وروسته، بالاخره د ولسي جرګې غړو نن (دوشنبې د چنګاښ په ۳مه) د یوې کړکېچ رامنځته کوونکې رایې په اړه رای ګیري وکړه.

په دغې رای ګیرۍ کې، د ۲۲۹ استازو له ډلې ۱۲۰ تنو د دغې رایې باطلېدو ته رایه ورکړه چې په دې ترتیب سره، ټاکل شوې د ولسي جرګې د ریاست ټاکنې له سره ترسره شي.

د ولسي جرګې غړو، نن رای ګیري وکړه چې دغه جنجالي رایه د میررحمان رحماني په ګټه حساب شي که نه. که‎چېرې دا رایه تایید شي میررحمان رحماني، د ولسي جرګې رییس و. خو دغې رایې (۵۰+۱) رایه چې ۱۵۵ رایې کېدې ترلاسه نه کړې.  

په ولسي جرګه کې اصلي شخړه د همدغې پاڼې پر سر وه چې په هغه کې د میررحمان رحماني د نوم په وړاندې د تایید علامه اېښودل شوې خو تر هغه لاندې یو ټکی اېښودل شوی دی.

میررحمان رحماني چې د لنډمهالي رییس لخوا د ولسي جرګې د ریاست څوکۍ ګټوونکی اعلان شوی و او ويلي یې و چې د ریاست څوکۍ به پرې نه‎ږدي هغه په نننۍ رای ګیرۍ کې هم ګډون ونه کړ.

د ولسي جرګې غړو په ولسي جرګه کې د ناستو پر دوام  ملک قیس نوراغا یې د دې له امله چې عمر یې ډېر دی د لنډ‎مهاله رییس په توګه غوره کړ.

شریک یي کړئ