Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ولسي وګړو د وژلو په غبرګون کې د زرمتیانو لاریون

د پکتیا زرمت ولسوالۍ د شمالزو سیمې اوسېدوونکي ادعا کوي چې تېره شپه د بهرنیو او کورنیو ځواګونو په عملیات کې ۱۲ ملکیان وژل شوي، دوی زیاتوي د عملیاتو پرمهال ملکیان له کورونو ایستل شوي او پرته له څېړونې یې وژلي دي.

د دغو دولس کسانو جنازې د پکتیا ولایت والي دفتر مخکې ته د عتراض په ډول راوړل شوي او د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکي ادعا کوي چې دغه ملکي کسان د بهرنیو او افغان ځواکونو په کډو عملیاتو کې وژل شوي دي دوی زیاتوي دغه عملیات تېره شپه د زرمت ولسوالۍ د شمالزو په سیمه کې ترسره شوي دي. 

 ۵۵ کلن عید ګل هغه پلار دی چې د تېرې شپې په عملیاتو کې یې دوه زامن او یو وراره وژل شوی، دی وايي زامن یې موټر چلوونکي وو او له وسله‎والو ډلو سره یې کومه اړیکه نه درلوده چې تېره شپه د امنیتي ځواکونو له کومې څېړنې پرته د دوی په مخکې په ډزو سره وژلي دي. 

عید ګل وویل:«دوه زامن مې وژل شوي، چې عبدالرحمان او پير محمد نومېدل. هغوی ۱۸ او ۲۲ کلن وو او مزدوي یې کوله.

د زرمت اوسېدونکي غواړي چې د تېرې شپې د ملکیانو د وژلو په غبرګون کې لاریون وکړي او مرکز ګردیز ته داخل شي خو افغان نظامیان یې ښار ته د داخلېدو مخنوي کوي دوی وايي حکومت دې له دوی څخه د سوله‎ییز لاریون حق وا نه‎خلي. 

د زرمت یو تن اوسېدونکی اسماعیل وايي:«موږ دلته د لاریون لپاره راغلي یوو او غواړو نور ونه وژل شوو، موږ ته د لاریون حق نه راکوي چې زموږ د خپلو قربانیانو لپاره عدالت غوښتنه وکړو.»

په ورته وخت کې د پکتیا والي مرستیال د تېرې شبې برید په غبرګون کې وايي وسله‎والو د ملکيانو له کورونو څخه سنګرونه جوړ کړي خو دی وايي حکومت د دې پېښې څېړنه کوي. 

شریک یي کړئ