Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټاکنو کمېسیون د یوه غړي د ټاکلو لپاره د غوراوي کمېټې هڅې

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د یوه غړي څوکۍ لپاره د غوراوي کمېټې ته د غوښتنلیک د سپارلو نن درېیمه او وروستۍ ورځ وه.

د غوراوي په کمېټه کې یوه سرچینه وایي چې نن تر سهار څه باندې ۵۰ کسانو ورته غوښتنلیکونه سپارلي او ټاکل شوې چې دا کمېټه به تر راتلونکو څلورو ورځو ۳ تنه ارګ ته معرفي کړي.

له دې سره پر ټاکنو څارونکي بنسټونه وایي چې د غوراوي کمېټې کارونه غیرقانوني دي.

د غوراوي کمېټې پخوانی غړی یوسف رشید په دې اړه وايي:«د غواروي کېمټه یوه اوونۍ وخت لري چې د هغه درې ورځې د غوښتلیکونو د منلو وې چې نن پای ته ورسېدې او تر څلورو راتلونکو ورځ باید درې تنه ولسمشرۍ ماڼۍ ته معرفي کړي.»

د ټاکنو قانون د شپاړسمې مادې له مخې د یوه غړي پرځای باید له هماغه قوم او جنسه بل کس غوره شي.

د افغانستان پر ټاکنو د څار بنست غړی حبیب شینواري څرګنده کړه:«د ټاکنو د قانون پر بنسټ باید دغه کس د هغه کمبود غړي له قوم او جنس څخه وي خو اوس د ۴۰ تر ۵۰ کسانو په منځ کې چې غوښتنلیکونه یې ورکړي له هر قوم څخه دي حتا ښځې هم شته.»

له دې سره سره د غوراوي د کمیټې کار او پایلې یې ناقانونه بلل کیږي.

د اکسین شبکې مشر جانداد سپين غر څرګنده کړه:«هم د غوراوي کمېټه ناقانونه ده او همدارنګه د دغې کمېټې د کار پایه ناقانوني ده.»

پر ټاکنو څارونکي بنسټونه په دې باور دي چې د انتخاباتو دخپلواک کمیسیون د یوې تشې چوکۍ لپاره باید له هغه نوملړه بل کس غوره شوی واي چې د غواروي کمېټې د کار په لومړي پړاو کې ټاکل شوي و.

کابو دوې میاشتې مخکې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون پخوانی رییس له دندې ګوښه شو او حکومت نه دی توانېدلی چې د دغه کمېسیون لپاره بل غړی وټاکي.

شریک یي کړئ