Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټرمپ له خوا د سولې خبرو اترو د درېدو په تړاو د طالبانو غبرګون

طالب ډلې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خوا د سولې خبرو اترو د درېدو په غبرګون کې وايي چې موږ شل کاله پخوا هم د «مذاکرې» غږ کړی و، او نن مو هم دریځ هماغه دی.

د طالبانو په یوې اعلامیه چې نن له غرمې وروسته (یکشنبې د وږي په ۱۷مه) خپره شوه، راغلي چې امریکايي لوری به هم بېرته دغه دریځ ته راستون شي.

دغې ډلې ویلي چې د خبرو اترو بهیر له درېدو سره به په خپله امریکا زیان وکړي. طالبان زیاتوي که‎چېرې د تپل شوې جګړې پر ځای د تفاهم لاره خپله شي، موږ تر پایه ورته ژمن یوو.

طالب ډلې همدارنګه ویلي ټاکل شوې وه چې د سپټمبر په ۲۳مه نېټه د هوکړې تر لاسلیک وروسته د افغانانو ترمنځ مذاکرات پيل شي. 

د طالبانو د اعلامیې په پای کې راغلي چې طالبانو امریکا ته د ګواښ په توګه ویلي زموږ تېرو ۱۸ کلونو کې مبارزې به امریکا ته ثابته کړي وي تر هغې چې د هېواد ښکېلاک په بشپړه توګه خلاص نه وي او افغانان خپلې غوښې ته پرې نه ښودل شي په بل هېڅ شي به قانع نه شو او دغې موخې ته د رسېدو لپاره به روان جهاد ته دوام ورکړو. 

د امریکا ولسمشر نن سهار په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي د دوم په دلیل، هغه له دغې ډلې سره خبرې اترې لغوه کوي.

امریکا لس میاشتې له طالبانو سره خبرې وکړې. تېره اوونۍ، د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو اترو نهم پړاو پای ته ورسېد او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وویل چې دواړه لوري په اصولو کې سره هوکړې ته رسېدلي او وروستۍ پرېکړه به ټرمپ کوي. 

افغان حکومت هم د سولې خبرو اترو د درېدو په غبرګون کې وویل چې اصلي لامل یې د طالبانو تاوتریخوالی دی. 

شریک یي کړئ