Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پوهنې په چارو کې د ولسي جرګې د غړو له لاس‎وهنې شکایت

د هلمند ولایت د پوهني رئیس په چارو کې د ولسي جرګي د یو شمېر غړو د لاسوهنو څخه شکایت کوي او زیاتوي چې د یاد ریاست چارو کې لاسوهنې د دوی د کارنو خنډ دي.

دی وړاندې وايي چې په دغه ولایت کي د پوهني ریاست اړوند ۲۰۰۰ جریبه ځمکه هم د یو شمېر زورواکو له لوري غصب شوې ده.

د پوهنې رئیس، داود شاه صفاري زیاتوي:«زموږ د هلمند یو شمېر د ولسي جرګي غړي پر موږ فشار راوړي تر څو باج ورکړو او یاهم زموږ معارف د ټاکنو یوه حوزه وګرځوي، خو موږ اجازه نه ده ورکړي نو په دي خاطر اوس هره ورځ موږ ته یو ډول او بل ډول ستونزې جوړوي او آن تر وزارته پوري ځی د دوی دغه لاس وهني زموږ په کارونو کي ستر خنډ جوږ شوی دی.»

همدارنګه د صفاري په خبره دغه ولایت کې د پوهنې ریاست اړوند ۲۰۰۰ جریبه ځمکه هم  د یو شمېر کسانو له لوري غصب شوې ده.

دی ‎په دې اړه وايي:«دا اوس زموږ دوه زره جریبه ځکه غصب دی په دغه دوه زره جریبه کي یوه برخه يې د ښاروالۍ له لورې غصب شوې ده، یعني ځمکه زموږ اړوند ده، خو استفاده ښاروالۍ ورڅخه کوي، او موږ ته يې نه تسلیموي.»

بل خوا د هلمند ولایتي شورا د پوهني ریاست کې د روان حالت پړه پر مرکزي ادارې اړوي، د دوی په خبره ډېرې لانجې او ستونزې د پوهنې وزارت د نه پاملرنې له امله دوام لري.

دهلمند ولایتي شورا غړی، عطاالله افغان وايي:«موږ ټوله پړه پر مرکزي حکومت او د پوهنې پر وزارت باندې اړوو، ځکه دوی هره ورځ هلمند یو شمېر کسان راستوي، مثلا نن یو کس د یو مدیر په توګه راستولی وه، خو سبا بیا بل کس په همهغه بست کې راستوي.»

د هلمند یو شمېر اوسیدونکي هم د تېرو څو کلنو راپدیخوا د پوهنې له بهیر څخه ناخوښ دي او په دغه برخه کې د زورواکو د لاس وهنې په اړه سخت اندیښمن دي.

د هلمند اوسېدونکی، عزیز احمد شفیع وايي:«په دولتې ښوونځیو کې نظم نشته، استادان نشته، پای بندي نشته، هر څوک چې هر کله ووته، او منظم کار نشته، توجه نه ورته کېږي.»

بل اوسېدونکی، صفت الله ذاهدي زیاتوي:«له څو کلنو راپدیخوا په هلمند کې د پوهنې بهیر اغیزمن سوی دی، او هېڅ پاملرنه ورته نه کیږي تر ډېره بریده زموږ دولتي چارواکي او د پارلمان وکیلان د پوهنې ریاست اړوند کارونو کې لاس وهنې کوي چي دغه لاس وهنې په هلمند کې د پوهني د بهیر د ورسته پاته کیدو لامل شوی دی.»

دمګړي په هلمند ولایت کي د نا امنیو او روانو جګړو له امله په بیلا بیلو ولسوالیو کي ۱۳۰ ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړلي دي.

بل خوا د هلمند ولایتي شورا د پوهني ریاست کې د روان حالت پړه پر مرکزي ادارې اړوي، د دوی په خبره ډېرې لانجې او ستونزې د پوهنې وزارت د نه پاملرنې له امله دوام لري

شریک یي کړئ