د پکتیکا د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې نشهيي توکي په پراخه توګه پلورل کېږي، دغه نشتهيي توکي د درملو په بڼه د ښار په روغتونونو کې په پراخه توګه پلورل کېږي.
بلخوا د پکتیکا اوسېدونکي او مدني فعال وايي مسوولان دې، د دغه کار مخه ونیسي ځکه چې د دغه ولایت ډېری اوسېدونکو په ډېره اسانه توګه نشهیي توکو ته لاسراسی پیدا کړی دی.
دې چارې د دغه ولایت حکومتي چارواکي اندېښنې راپارولې دي، بلخوا د پکتیکا د عامې روغتیا رییس بیا وايي چې دغه توکي حتا د ښار په روغتونو کې د درملو په بڼه هم په پراخ ډول پلورل کېږي.
د پکتیکا د عامې روغتیا ریاست رییس عبدالهادي شینواري وویل:«نشهيي توکي په پکتیکا او هر ځای کې خلکو ته د لاسرسۍ وړ دي په دې کې شک نشته، دا چې نشهيي توکي د ګولۍ او د دوا په بڼه په درملتونونو کې پلور کېږي، دا زه نه ردوم. خو دومره ویلی شم چې دا جداً ممنوع دي، په دې وروستیو کې تابلیت که ډېر عام شوی هر څوک چې داسې کومه پېښه ویني د عامې روغتیا ریاست دې پرې خبره کړي او ریاست به خپل اقدام وکړي.»
د پکتیکا اوسېدونکي او مدني فعالان وايي چې نشهیې توکي نه یوازې د دغه ولایت په مرګز ښرنه کې پلورل کېږي بلکې د دوی پر وینا د ولایت په لارو پرتو ولسوالیو کې هم پلورل کېږي.
پکتیکا کې د مدني ټولنې فعال محمد الله همتیار وايي:«د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه او ډېریو ولسوالیو کې نشهيي درمل په غیرقانوني توګه پلورل کېږي. د دوی لپاره چې کوم قانون طرحه شوی پر هغه قانون عمل نه کېږي. دولت هم په دې اړه کوم اقدام نه دی کړی او په دې کار کې پاتې راغلی دی.»
د اورګون ولسوالۍ اوسېدونکی نېک محمد مجاهد هم څرګنده کړه:«په پکتیکا ولایت کې او په ډېریو ولسوالیو کې یې نشهيي درمل لکه والیم، ډیازیپمپ، الفرزولام، ټروماډول، روسټورېل، اې ټي ون... او دې ته ورته نور درمل دي چې درمل پلورونکي یې په ناقانونه توګه پلوري.»
د پکتیکا اوسېدونکي له مسوولو چارواکو غواړي چې په دغه ولایت کې د نشهيي توکو د پلور مخنیوی وکړي او هغه روغتونونه دې بند یا جریمه کړي چې نشهیي توکي د درملو په بڼه خرڅوي.
د پکتیکا اوسېدونکی عثمان ساحېل هم زیاتوي:«دا چې په دې وروستیو کې د پکتیکا ولایت د مرکز په شمول په ځینو ولسوالیو کې نشهيي درمل پلورل کېږي، کهچېرې په دې اړه دولت او د عامې روغتیا ریاست په دې اړه جدي اقدام ونه کړي. نو زموږ د راتلوونکي نسل ژوند به له بدبختیو سره مخ شي. له دولت څخه موږ غوښتنه دا ده چې د دغو درملو د پلور مخه دې ونیسي.»
هڅه مو وکړه په پکتیکا کې د نشهیي توکو د پراخ پلور په تړاو د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ نظر هم ترلاسه کړو، خو په دې تړاو څه ویلو ته حاضر نهشول.