مخکني ولسمشر حامد کرزي له جهادي مشرانو او هېوادوالو سره په یوې غونډه کې د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسراوي د هڅو د درېدو غوښتونکی دی.
د مخکني ولسمشر د دفتر په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې رارونې ټاکنې به، افغانستان د یوه ژور سیاسي او ټولنیز کړکېچ سره مخ کړي.
په هغو انځورونو کې چې له دغې غونډې د ښاغلي کرزي د دفتر له خوا طلوع نیوز ته رسېدلي دي ځينې سیاسي او جهادي څېرې، له هغې ډلې یونس قانوني، محمد اسماعیل خان، عطامحمد نور، رنګین دادفر سپنتا او همدارنګه د طالبانو پخوانی غړی اغاجان معصتم هم لیدل کېږي.
په دغې اعلامیه کې همدارنګه راغلي چې اوسني شرایط، د ټاکنو پلان چې د افغانستان د خلکو د هغه مشري نه کوي او د افغانستان د خلکو د ازاده ارادې وار له مخې شرطونه شتون نهلري، د هېواد ټاکنې موږ د یوه ژرو سیاسي او ټولنیز کړکېچ په لور کاږي او د سولې له داعیې سره هم مرسته نه شې کولای.
د دغې اعلامیې پر بنسټ، روان امنیتي وضعیت، د افغانستان د خاورې پر مهمو برخو د حکومت نه کنټرول او همدارنګه عملاً د عیني ګډون د زمینې نشتون، د ډېرو خلکو لپاره په افغانستان کې د عمومي او ټول شموله ټاکنو د نه ترسراوي نښه ده.
په اعلامیه کې راغلي چې د ولسمشرۍ ټاکنو پر جوړونکو او پلانونکو د افغانستان د خلکو د پراخ اعتماد نشتون او د ټاکنو پر پراخې مهندسۍ د خلکو ژور باور د دې بل لامل دی. له دي امله د افغانستان خلک له نه لېوالتیا او جدي اندېښنې سره ټاکنو ته ځي او موږ هم په دغې اندېښنه کې د افغانستان له خلکو سره په ژوره توګه شریک یوو.
د اعلامیې په یوې برخه کې راغلي دي:«د سولې بهیر ته پاملرنه باید ونه ځنډول شي بلکې باید ټوله پاملرنه او هم ځان باید د سولې ټینګښت او په هېواد کې د وینې تویولو ته متوجه کړو. موږ بشپړ یقین لرو چې ټول سیاستوال او وطن پال او د سولې غوښتونکي انسانان زموږ دغه غږ ته به لیبک ووايي.»
دغه اعلامیه د سولې بهیر پيل لپاره لاندې ټکي وړاندیز کوي.
- د سولې بهیر باید یو روڼ، ملي، افغانستان شموله او د افغانانو په مشرۍ هغه وي.
- سوله به ټینګه نه شي، خو دا چې افغان شموله او د افغانستان دولت پلاوی، د طالبانو له تحریک سره ژر تر ژره په نېغه خپلواکه توګه خبرې پیل کړي.
- دا پلاوی باید د افغانستان د ټولو خلکو په استازيتوب او د سولې د ټینګښت لپاره له یوه ملي دریځ سره خبرې اترې پیل کړي.
- د افغانستان طالبانو ته هم بلنه ورکوو چې له ملي او د افغانستان د خلکو ټول شموله او دولت پلاوي سره په مستقیمه توګه خبرې پیل کړي.
- د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې درول شوی بهیر باید ژر تر ژره بیا پیل او د افغانانو ترمنځ د رسمي مذاکراتو د پیل لپاره لار هواره شي.
- د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو پيل باید روڼ وي او د افغانستان خلک باید له ټولو مسایلو چې د هغوی له برخلیک سره تړاو لري، بشپړ خبرتیا ولري.
- تلپاتې سوله لکهڅرنګه چې دننه په هېواد کې یو ملي اجماع جوړېدو ته اړتیا لري، باید له سیمه ییزې او نړیوالې اجماع هم برخمنه وي.
- موږ له خپلو ګاونډیو، سیمهییزو هېوادونو او سترو ځواکونو غواړو چې په افغانستان کې د سولې ټینګښت په چاره کې د نړیوالې اجماع په رامنځته کولو کې نه یوازې همکار شي بلکې د سولې او ثبات تضمین کوونکو هېوادونو په توګه له موږ سره متحد شي.
په دې اړه مو اندونه