Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د چاپېریال ساتنې ملي اداره؛ د کابل د هوا ککړتیا په بدلېدو ده

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د کورنیو چارو وزارت او کابل ښاروالۍ له استازو سره په ګډه خبري غونډه کې وايي، د کابل هوا دومره ککړه هم نه ده چې دوی بیړنی حالت اعلام کړي. 

د دې ادارې مرستیال عزت الله صدیقي وايي، د کابل د هوا ککړتیا په بدلېدو ده او کله ډېره او کله کمېږي.

ښاغلي صدیقي زیاته کړه:«په دې څو ورځو کې چې موږ د کابل ښار د بېلابېلو برخو څخه شمېرې اخیستي، د کابل ښار د ککړتیا کچه کمه ده.»

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ معینیت لومړی مرستیال د هوا ککړتیا زیان له ناامنیو خطرناک بولي.

د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ معینیت مرستیال شاه ولي صافي څرګنده کړه:«د هوا ککړتیا د ترهګرۍ او نشه‎یي توکو او ټولو جنايي جرمونو ترڅنګ له ټولو ښکارندو د بشر لپاره خطرناک دی.»

په دې سره د کابل ښاروالۍ کابل کې د شنو سیمو کمښت د هوا ککړتیا د زیاتوالي یو لامل بولي.

د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا رییس محمد ادریس توخي وايي:«په تېر کال کې زموږ پوهاوی یوازې د چاپېریال ساتنې او چاپېریالي روغتیا په اړه وه. کابو ۵۰۶۸۸ تنو ته مو پوهاوی ورکړل.»

دغه راز د چاپېریال ساتنې ملي اداره د کابل د هوا ککړتیا د اندزاه کولو په موخه د ارزونې او څارنې د معیاري وسیلو له نشتوالي شکایت کوي او وايي، اوسني امکانات د دې اداره لپاره بسنه نه کوي.

اداره ملی نگهداری از محیط زیست می‌گوید که این اداره دستگاه‌های معیاری  برای نظارت و ارزیابی آب و هوای کابل در اختیار ندارد.

شریک یي کړئ