په څه باندې یوې وروستۍ لسیزه کې، د پلازمېنې او نورو ښارونو د جوړېدو لپره ډېر پروګرامونه عملي شوي دي.
خو ایا کابل، د چاپېریال ساتنې او ټرافیک له پلوه، د هېواد د نورو سترو ښارونو په څېر پرمختګ کړی؟
د ښارونو د نړیوالۍ ورځې په درشل کې، د طلوع نیوز خبریال له څو تنو ځوانانو سره مرکه کړې چې په پلازمېنې او څو ولایتونو کې ژوندانه تجربه لري، او اوس د ځینو ننګونو د لیرې کولو او د اړتیاوو د پوره کولو لپاره په کابل کې، پلان جوړونه کوي.
۲۳ کلن جواد څلور میاشتو څخه زیات وخت وشو، چې خپل پلرنی ولایت هرات یې پرېښی او د کار لپاره کابل ته راغلی.
هغه وايي، یوازې د کارموندنې لپاره کابل ته راغلی او له همدې امله په خپل کار ځای کې زیاتې ستونزې زغمي.
جواد وویل:«د نورو ولایتونو په پرتله، کابل له حده زیاته ګڼه ګوڼه، بیرو بار لري.»
په بله څنډه کې داسې کسان دي، چې په کابل کې د چاپېریال ساتنې د ستونزې د حل لپاره هڅې کوي.
ارین پکتیار د پلازمېنې د سړکونو د پرمختیا لپاره لس مادهییز پروګرام چمتو کړی، چې په وینا یې د دولت عواید زیاتوي او له اداري فساد سره د مبارزې په کار کې هم مرسته کوي.
هغه څرګنده کړه:«د دغه پروګرام له پلي کېدو سره، ټرافیکي نظام د یوې کړۍ په بڼه اوړي. په دغه پروګرام کې، د ښاري بونو فعالېدل هم په پام کې نیول شوي او د هغه ترڅنګ، جریمې به هم کمپيوټري وي.»
اغا ملوک سهار چې کمپیوټر ساینس یې لوستی، د یوه اپلیکشن په جوړولو سره غواړي، په ښارونو کې پر ټرافیکي کارونو مدیریت برېښنایي کړي.
ښاغلي سهار زیاته کړه:«نه یوازې د ټرافیکو پولیس کولای شي له دغه اپلیکیشن څخه په ګټنې، کار وکړي؛ بلکې خلک هم کولای شي د ټرافیکو له ادارې سره مرسته وکړي او هر کله چې ټرافیکي پېښه رامنځته شي او یا هم کوم ترهګریز برید وشي، د دغه اپلیکشین له لارې له خبرولو سره همکاري وکړي.»
خو د جواد په څېر کسانو لپاره په پلازمېنه کې ژوند کولو سره ځان برابرول، ډېر وخت ته اړتیا لري.
هغه هم د نورو ښارونو خلاف په کابل کې د ښاري ستونزو د حل په برخه کې دولت سره د خلکو همکاري لږه لیدل کېږي.