Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ښځو د حقونو برخه کې فعالانې د اوسني نظام پر خوندیتوب ټینګار کوي

له طالبانو سره د افغان سیاستوالو د دویمې غونډې د ترسراوي په درشل کې چې ټاکل شوې د همدغې میاشتې په پای کې قطر کې ترسره شي، د ښځو د حقونو په برخه کې ځينې فعالانې په دغې غونډه کې د ښځو د ډېرې ونډې غوښتونکي دي.

د ښځو د حقونو په برخه کې دا فعالانې ټینګار کوي چې د قطر ناستې ګډونوال، د اوسني سیاسي نظام ساتنه او همدارنګه د هېوادوالو ازادۍ په دغې ناسته کې د سرې کرښو په توګه یاد کړي.
مژګان سادات یوه له هغو مېرمنو ده. چې د اقتصاد له پوهنځۍ فارغه شوې،نقاشه، شاعره او داستان لیکونکې هم ده.

مژګان اوس د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو په اداره کې کار کوي، هغه وايي لاسته راوړنې یې د طالبانو په پير کې د هڅو له امله دي. هغه اوس اندېښمنه ده چې خدای مه کړه د سولې خبرې اترې په دې پای ته ورسېږي چې بېرته طالباني نظام رامنځته شي او لاسته راوړنې یې قرباني شي.

مژګان د طالبانو د واکمنۍ له دورې ډېرې ترخې خاطرې لري هغه وايي، هغه مهال یې د خپلې کورنۍ په خوښه خپل ویښتان لنډ کړل، د هلکانو جامې یې واغوستې، کندهارۍ خوله یې پر سره کړه، خپل نوم یې سهراب کېښود او د خپلې کورنۍ سړی شو.

مژګان د طالبانو د واکمنۍ پر مهال اړه شوه چې ښوونځي ته د تګ په پار د هلکانو جامې واغوندي.

هغه وايي، د دې لپاره چې د ښځې په توګه و نه پېژندل شي او خپل جنسیت پټ وساتي، څو وکړای شي ښوونځي ته ولاړه شي.

مژګان سادات په دې اړه زیاته کړه:«یوه نجلۍ اړه کېږي چې خپل هویت پټ کړي؛ یعنې په څلورو کلونو کې د خپلې کورنۍ څخه خپل نوم وا نه وري او داسې یو نوم پرې کېښودل شي چې اصلاً نه دی! دا د انسان لپاره ډېردردونکی دی.»

هغې همدارنګه څرګنده کړه:«هېڅ نه شم انګېرلی او نه یې زغملای شم چې هغه ورځې بېرته راستنې دشي. زه کورنیو ته سپارښتنه کوم که‎چېرې داسې ورځې تکرار شي، له کوره بهر نه شې او نجونو ته سپارښتنه کوم چې په کورونو کې پاتې شئ، خو نرینه جامې مه اغوندئ. ځکه چې انسان ځان هېروي. څلور کاله ته غواړ چې په نوکانو دې رنګ ووهې خو ته نه شې کولای. غواړې چې اوږده وېښتان ولرې او ږومز یې کړئ خو ته نه شې کولای. څلور کاله غواړې داسې جامې واغوندې چې نورې نجونې یې اغوندي، خو ته نه شې کولای او هیله یې قبر ته وړئ. څلور کاله چې نور په ژوند کې نه تکرارېږي.»

صحرا کریمي له هغو ښځو ده چې د کډوالۍ پر مهال یې زده‌کړې کړي او بیا هېواد ته را ستنه شوې ده. هغه وايي، ښځې به هېڅ‌کله هم اجازه ور نه کړي چې د طالبانو اسلامي امارات بیا حاکم شي.

فلم جوړونکې صحرا کریمي وايي:«د نظام له بدلون سره اصلاً موافقه نه یم؛ ځکه چې د ډموکراسۍ لپاره مې اوږده لار کچ کړې او اوس لږه او یا هم ډېره ډموکراسي دود شوې او له دې سره مو ډېر تاوان ورکړی دی.»

صحرا کریمي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له هېواد بهر ته ولاړه او خپلو زده کړو ته یې دوام ورکړ.

دا اندېښنې په داسې حال کې مطرحه کېږي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې خپل حساس پړاو ته رسېدلې دي. دا اندېښنې له هغه ځایه ډېرېږي چې افغان حکومت د طالبانو او امریکې په ناستو کې حضور نه‎دی لرلی.

سرچینې وايي چې په دوحه کې د طالبانو او امریکې په وروستۍ ناسته کې، دواړه لوري پر ځينو موردونو سره هوکړې ته رسېدلي دي.

یو شمېر هغه ښځې چې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوي وايي، د سولې په خبرو کې د جمهوریت او اوسني نظام ساتنه مهم اصل دی.

د پوهنتون استاده شهلا فرید په ډاګه کوي:«که‎چېرې ښځې په دغې غوڼډه کې ګډون ولري یوه له سرو کرښو څخه چې ښځې پر هغې ټینګار وکړي، د نظام ډول دی چې باید په افغانستان کې واکمن وي او اوسنۍ نظام له اساسي قانون سره غواړي او ښځې خپلې ګټې په دې کې ویني او که‎چېرې طالبان راځي نظام مني او اساسي قانون خوندي کېږي، ښځې له هغوی سره هېڅ ستونزه نه لري.»

دا ښځې وايي، طالب استازو له امریکايانو سره په قطر کې د خبرو پر مهال د طالباني نظام پر بیا راتګ ټینګار کړی، خو زیاتوي، افغان ښځې به په هېڅ ډول د دا شان نظام راتګ ته اجازه ور نه کړي.

شریک یي کړئ