د شپږ کلنې مهسا، د وژونکو استیناف محکمه چې د تېر کال کب میاشت کې، وژل شوې وه، نن یکشنبې(د چنګاښ په ۳۰مه) کابل کې ترسره شوه.
د دغې محکمې قضايي پلاوي د مهسا د وژونکو په اړه د لومړنۍ محکمې حکم چې ۳۰، ۳۰ کاله بند و، تایید کړ.
د مهسا د وژونکو لومړنۍ محاکمه د روان کال د غبرګولي په پنځه نېټه ترسره شوې وه چې په هغه کې د مهسا هر وژونکي ته دېرش دېرش کاله بند په پام کې نیول شوی وو. د مهسا وژونکي د دې له امله چې له شلو کلنو کم عمر لري، له اعدام څخه وژغورل شول.
مهسا شپږ کلنه نجلۍ وه چې کابو اووه میاشتې مخکې کابل کې د دوه ځوانانو له خوا وتښتول شوه او له هغې وروسته ووژل شوه.
د هغې وژنې ګڼ غبرګونونه له ځانه سره لرل، او ځينې د هغې د وژونکو د اعدام غوښتونکي شول.
د یکشنبي پر ورځ د ماشومې مهسا د وژونګو استیناف محاکمه په کابل کې وشوه.
خو د مهسا کورنۍ د دې پېښې د نورو اړخونو پر لرلو او په کره توګه د دې پېښې د جرړو پر معلومولو ټينګار کوي.
د مهسا پلار مرتضی احمدي وايي:«دوه ګواښن لیکونه مې ترلاسه کړي. نه پوهېږم، دوی په زندان کې دي،(ښايي د هغو کسانو کار وي) چې له دوی سره لاس لري... هېڅ پرېکړه نه منم، یوازې اللهي پرېکړه! زه دوی ټول خدای ته سپارم!»
اخوا استیناف محکمه یوازې د دې پېښې د محکومانو په تړاو د لومړنۍ محکمې د حکم پر تاییدولو بسنه کوي.
مهسا د تېرکال په کب میاشت کې د کابل ښار د پولیسو د پنځلسمې امنیتي حوزې له اړوند سیمې وتښتول شوه او څو ورځې وروسته پولیسو د هغې مړی چې په یوې بوجۍ کې اچول شوی و؛ تر یوه پله لاندې پیدا کړ.