د کابل اوومې حوزې په دوغ آباد سیمه کې د پولیسو پر پوستې برید کې دریو پولیس سرتېرو ژوند له لاسه ورکړ.
برید تېره شپه(یکشنبې د غويي په ۲۹مه نېټه) شوی او په ترڅ کې یې درې نور پولیس ټپیان دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند، نصرت رحیمي وايي بریدګر شپږ تنه وو چې دوه تنه یې وژل شوي، دوه یې ټپیان شوي او دوه یې هم په تېښته بریالي شوي دي.
په همدې حال کې د سیمې خلک له بد امنیتي حالته شکایت کوي.
برید په داسې سیمه کې شوی چې نېږدې ورته د ځانګړو عملیاتو قطعه هم پرته ده.
طالبانو د برید مسوولیت منلی.