Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل او پکتیا استازو د ولسمشر په حضور کې لوړه وکړه

ولسي جرګې ته د کابل او پکتیا بریالي شویو استازو نن(چهارشنبې د غويي په ۲۵مه نېټه) په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ولسمشر غني په حضور کې لوړه وکړه.

ښاغلي غني په دې مراسمو کې یادو استازو ته د بریالي کېدو له کبله مبارکي وویله او همداراز یې د تلې ۲۸مه نېټه چې په کې پارلماني ټاکنې ترسره شوې، یوه تاریخي ورځ وبلله او په یاده ورځ کې یې د افغان ځواکونو سرښندنې وستایلې.

ښاغلي غني وویل چې د هېواد ملکي ادارې هم دا ثابته کړه چې په ټاکنو کې به لاسوهنه نه کوي.

ده زیاته کړه:«موږ ژمنه کړې وه چې غوراوی د افغانستان د خلکو دی، او هر هغه څوک چې خلک یې غوره ګڼي او رایه ورکوي، هغه به د خلکو استازي وي.»

ولسمشر غني دا چې د کابل او پکتیا د پارلماني ټاکنو رایې کابو له اوو میاشتو وروسته اعلان شوې، هغه یې یو ناورین وباله.

ودی وړاندې وايي د کابل او پکتیا د پایلو اعلان سره د افغانستان ولسي جرګه بشپړه شوه.

ولسمشر د کابل او پکتیا د خلکو له استازو غوښتنه وکړه چې د افغانستان د خلکو اعتبار وګټي او همداراز خپلې طرحې او وړاندیزونه ورسره شریک کړي.

ده همداراز وویل چې د غزني ټاکنې به د ولسمشرۍ له ټاکنو سره یوځای ترسره کېږي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون سې‎شنبې ماښام(دغويي په ۲۴مه نېټه) د کابل پارلماني ټاکنو پایلې اعلان کړې.

د ټاکنو کمېسیون لخوا د خپاره شوي نوملړ له مخې ۳۳ نوماندانو چې لوړې رایې درلودې، پارلمان ته رایه پیدا کړې ده.

د کابل پارلماني ټاکنې د تېر لمریز کال د تلې په ۲۸ او ۲۹مه نېټه ترسره شوې، خو په ټاکنو کې د درغلیو ادعا له مخې یې پایې کابو اوو میاشتې وځنډېدې.

د نوي خپاره شوي نوملړ له مخې لاندې کسانو پارلمان ته لاره پیدا کړې ده.

  • حاجی اجمل رحماني
  • الحاج عبدالقیوم خیرخواه
  • خان‌آغا رضایي
  • الحاج ملا محمدخان احمدي
  • فدا محمد الفت صالح
  • احمدجاوید جیحون
  • میرالمان‌الله گذر
  • الحاج امیرگل شاهین
  • علام‌حسین ناصري
  • داکتر رمضان بشر دوست
  • الحاج سید محمد محمدي
  • الحاج الله گل مجاهد
  • حاجی خان محمد وردک
  • الحاج قاضی میرافغان صافی
  • نجیب‌الله ناصر
  • حبیب الرحمن سیاف
  • انورخان اوریاخیل
  • صوفی عبدالرازق استالفي
  • توفیق وحدت
  • حاجی زرگی حبیبي
  • محمد نعیم وردک
  • حاجی حفیظ‌الله جلیلي
  • عرفان‌الله عرفان
  • عبدالله کلیمزی وردک
  •  

 ښځینه نوماندانې:

  • وکیل فاطمه نظري
  • جنرال نظیفه ذکي
  • شینکی کروخیل
  • مرسل نبی‌زاده
  • فوزیه ناصریار گلدریي
  • روبینا جلالي
  • مریم سما
  • زهره نوروزي
  • بی بی حاجی پروین دراني

شریک یي کړئ