Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پر جمعیت د برید په ترڅ کې د یوه ټلوېزیون کارکوونکی هم وژل شوی

د راه فردا ټلوېزیون انځور اخیستونکی حسین نظري، چې تېره ورځ په کابل کې د ځانمرګي برید په ترڅ کې ټپي شوی وه نن ګهیځ (جمعه د لړم په ۲۶ مه) ومړ.

حسین نظري له جدي ټپي کېدو وروسته د درملنې لپاره وزیرمحمد اکبرخان او وروسته ایمرجنسي روغتون ته وړل شوی وه، خو نن ګهیځ ساه وکړه.

په دغې پېښه کې د ۸ پولیسو او ۱۱ ولسي وګړو په ګډون ۱۹ تنه وژل شوي او یو ډېر شمېر نور ټپيان شوي دي.

یونما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستیالۍ پلاوي هم دغه برید غندلی دی.

TOLOnews

یونما د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دغې پېښه کې لږ تر لږه ۹ ولسي وګړي د یوه ماشوم په ګډون وژل شوي او لږ تر لږه ۱۶ تنه نور ټپيان شوي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو په دې اړه وویل:«په کابل کې نننی برید په بشپړه توګه د منلو وړ نه دی. دا برید ترهګریز عمل او له نړیوال قانون څخه په څرګنده سرغړونه ده.»

د ملګرو ملتونو سازمان ټینګار کوي چې ټولې ښکېلې خواوې د ولسي وګړو د خوندیتابه لپاره باید عملي اقدامات وکړي او بشرپاله نړیوالو قوانینو په وړاندې ژمن وي.

شریک یي کړئ