د کابل پولیس وايي چې د ښار تایمني سیمه کې د چاودنې د وژل شویو شمېر ۷ تنو ته لوړ شوی دی.
دوی زیاتوي چې په تایمني سیمه کې پر موټر سپاره یوه ځانمرګي بریدګر ځانته چاودنه ورکړې ده.
دوی وايي چې د بریدګر موخه د شهید اوونۍ لمانځونکو کاروان چې د احمد شاه مسعود انځورونه پرې نښلول شوي وو، په منځ کې شوې ده.
د کابل پولیسو ویاند، حشمت ستانکزی څرګندوي چې په دې پېښه کې ۲۵ تنه نور ټپیان دي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ساعته مخکې د ملي امنیت ځواکونو یو ځانمرګی بریدګر موخې ته له رسېدو مخکې په نښه کړ او ټپي شو.