Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل په چاودنه کې ۵ تنه مړ او ۲۰ تنه ټپيان شوي

د کورنیو چارو وزارت وايي په هغه ځانمرګي برید کې چې نن جمعه (د تلې ۷ مه) د ۲ بجو په شاوخوا کې د کابل ښار په قلعه فتح الله سیمه کې رامنځته شوه چې په پایله کې یې ۵ تنه ولسي وګړي شهیدان او څه باندې ۲۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

د کورنیو چارووزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش پر خپل ټوېټرپاڼه لیکي چې له سیمې څخه یو شکمن کس هم نیول شوی دی.

په ورته وخت کې شاهدان وايي چې دغه ځانمرګی برید د قلعه فتح الله د اوم او اتم سړکونو ترمنځ حسینیه ته نېږدې رامنځته شوی دی.

له دې سره د عامې روغتیا وزارت ویاند اسماعیل کاووسي د دغې پېښې د شهیدانو شمېر ۲ تنه او د ټپيانو شمېر څه باندې ۲۰ تنه بولي او ټينګار کوي چې هغوی روغتون ته لېږدول شوي دي.

له دې سره په ورته وخت کې د کابل د ایمر جسني روغتون چارواکي وايي چې دغه روغتون ته ۱۹ تنه ټپيان راوړل شوي دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم دغه پېښه په کلکو ټکو سره غندي او ویلي یې دي چې ترهګر د داشان پېښو په ترسره کولو سره د دین او بشریت پر ضد خپل ماهیت ثابتوي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي:«د افغانستان د خلکو مذهبي یووالی او پیوستون په نړۍ کې یوه ستر بېلګې بلل کېږي. او ترهګر باید پوه شي چې د دین او بشریت پر ضد د هغوی کړنې د افغانستان د خلکو پر هم نظرۍ او یووالي باندې منفي سیوری نه غوړوي. بلکې هره ورځ زموږ د ملت یووالی پیاوړی کېږي.»

ښاغلی غني ټینګار کوي چې خلک به د عاشورا مراسم د نورو کلونو څخه په ډېر شان او دبدبه سره ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه هم د کابل ښار د سینمايي پامیر په سیمه کې یوه چاودنه رامنځته شوه چې په پایله کې یې درې تنه ووژل شول او ۱۶ تنه نور ټپيان شول.

دا په کابل کې د یوې اوونۍ په لړ کې څلورم ترهګریز برید دی.

شریک یي کړئ