Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل پولیسو دوه تنه د نشه‎یي توکو د قاچاق په تور نیولي

د کورنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ (د لیندۍ په ۹مه) د کابل حامد کرزي په هوايي ډګر کې د دوو چاق وړونکو له نیولو خبر ورکوي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي وايي چې یو له دغو قاچاق وړونکو مېرمن ده. د هغه په وینا، هغوی غوښتل چې څه باندې ۱۰ کیلو ګرامه هېروین هند ته ولېږدوي.

ښاغلي رحیمي زیاته کړه چې دا قضیه تراوسه د کورنیو چارو وزارت د کشفي کارکوونکو تر څېړنې لاندې ده او ډېر ژر به ځينې نور کسان چې د هغه په وینا د دغه کار تر شاه لاس لري هغوی به هم ونیسي.

د کورنیو چارو وزارت د نیول شویو کسانو د پېژاند په اړه څه نه دي ویلي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي هغه کسان چې د دغه کار تر شا لاس لري هغوی به هم ونیول شي. نصرت رحیمي وايي چې یو له دغو قاچاق وړونکو مېرمن ده.

شریک یي کړئ