Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل پوهنتون د دروازې ته څېرمه چاودنې اته تنه ووژل

په یوې چاودنه کې چې نن سهار اووه نیمې بجې (جمعه د چنګاښ په ۲۷مه) د کابل پوهنتون د سوېلي دروازې ته‎څېرمه رامنځته شوه، اته تنه ووژل شول.

امنیتي چارواکو ویلي چې دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې په یو موټر کې ځای پر ځای شوي مقناطیسي ماین چاودنه وکړه.

د عامې روغتیا وزارت ويلي چې په دغې پېښه کې اته تنه وژل شوي او ۳۳ تنه نور ټپيان دي.

خو د کابل پولیس وايي چې په دغې چاودنه کې د درې ولسي وګړو په ګډون څلور تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د پېښې شاهدان وايي چې په دغې چاودنه کې څو موټرو اور اخیستی دی.

که‎څه هم کورنیو چارو وزارت ویلي چې دا چاودنه د طالبانو له خوا شوې، خو طالبانو د دغې پېښې مسوولیت نه دی منلی.

شریک یي کړئ