Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل؛ لاریونوالو ته څېرمه چاودنې مرګ‌ژوبله اړولې

د لومړنیو راپورونو له مخې یوه ځانمرګي بریدګر نن(دوشنبې د لړم په۲۱مه نېټه) استقلال لېسې ته څېرمه لاریونوالو ته نږدې په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي وايي، پېښه کې شپږ تنه وژل شوي او شل نور ټپیان دي.

په لومړنیو معلوماتو کې د عامې روغتیا وزارت ويلي و چې د پېښې له ځایه روغتونونو ته ۳ مړي او ۸ ټپیان لېږدول شوي دي.

مخکې له دې د پېښې یو شمېر شاهدانو ویلي وو چې په دې چاودنه کې ۵کسانو ژوند له لاسه ورکړی او څلور تنه نور ټپيان دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي بریدګر د پولیس پلټن ځای ته له رسيدو سره درول شوی او وروسته یې ځانته چاودنه ورکړې ده.

د پېښې مسوؤلیت چا نه دی منلی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند، نجیب دانش وايي د چاودنې له کبله لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې په کې پولیس او ملکي کسان شامل دي

شریک یي کړئ