Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کرام الدین کریم په نیولو کې د حکومت پر ناتوانۍ نیوکې

د هېواد د فوټبال فډراسیون د پخواني رییس کرام‎الدین کریم د نیولو په اړه د حکم له صادرېدو د درې میاشتو له تېرېدو سره لاهم نه دی نیول شوی.

کرام‎الدین کریم چې د هېواد د فوټبال د ښځینه لوبغاړو په وړاندې پر جنسي بدچلنۍ تورن دی، له څو میاشتو راهیسې پټ ژوند کوي.

ځينې هېوادوال، د کورنیو چارو وزارت د دولت تر واکمنۍ لاندې برخو کې د لویې څارنوالۍ د حکم په اجرا کولو کې پر ناتوانۍ تورن وي.

د کابل پوهنتون استاد حکمت‎الله شهباز په دې اړه وايي:«له حکومته د خلکو تمه ډېره ده، خو له بده مرغه چې قانون په یو شان په ټولو د تطبیق وړ نه دی او هغه چارواکي چې په لویه څارنوالۍ کې دوسیه لري، تراوسه څېړل شوي نه دي او ازاد ګرځي، دا د قانون تر پښو لاندې کول دي او دا په ټولنه کې انارشیزم رامنځته کوي.»

د کابل بل اوسېدونکی ذبیح‎الله هم ویلي:«زموږ غوښتنه دا ده چې قانون دې یو ډول تطبیق شي. هر کله چې قانون تطبیق شو، سوله او امنیه هم راځي. دولت کمزوری دی او پر زورواکو قانون نه شي تطبقولای.»

خو د کورنیو چارو وزارت یو ځل بیا د کرام الدین کریم په نیول کېدو ټینګار کوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په دې اړه وايي:«په دې اړه د څارنوالۍ حکم موږ ته راغلی او ټولو پولیسو او کشفي مسوولانو ته دنده ورکړل شوې هغه په ګوته کړي.»

د کابل امنیه قومندان سید محمد روشندل وايي چې دوی دا قضیه یوازې د کابل اړوند سیمو کې تعقیبوي.

ښاغلي روشندل زیاته کړه:«ځينې له دې مخکې چې په اړه یې حکم نافذ شي، هغوی له کابل ښار څخه وځي او دا په دې مانا ده چې د پولیسو لاس هغوی ته نه رسېږي.»

د سه‌شنبې په ورځ د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبډلې پخوانۍ روزونکي کیلي لینزي په یوه لیک کې د فوټبال فډراسیون نړیوال سازمان ته د دې قضیې په پڅ تعقیب نیوکه کړې.

یوه ورځ وروسته له هغې چې لویې څارنوالۍ د پنج‌شنبې په ورځ د دې قضیې اړوند  د نویو جزیاتو د وړاندې کولو په اړه وویل او د دې سربېر چې د حکومت د رسنیو مرکز د دې اطلاعاتو په شریکولو هم ټینګار وکړ، خو دا کار و نه شو.

له دې وړاندې د کرام‎الدین کریم وکیل ویلي و، چې موکل یې پر عدلي او قضايي ارګانونو د بې‌باورۍ له کبله څارنوالۍ ته نه حاضرېږي.

کال وړاندې د فوټبال د ښځینه لوبډلې پخوانۍ لوبډلمشرې خالدې پوپل د فوټبال فډراسیون د پخواني ريیس کرام الدین کریم په ګډون یو شمېر چارواکي په جنسي تاوتریخوالي تورن کړل.

هغه تور چې ډېر جنجالونه یې راپورته کړل او ان د دې فډراسیون د یو شمېر کارکوونکو دندې یې وځنډولې، خو یوازې د فوټبال برخه کې د کرام الدین کریم په عمري محکومیت تر اوسه پای ته رسېدلی.

که څه هم د هېواد د فوټبال دښځینه لوبغاړو په وړاندې د بدچلنۍ په اړه له ادعاګانو میاشتې تېرېږي، خو لاهم کرام الدین کریم د لویې څارنوالۍ ته حاضر شوی نه دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه