Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کرزې د خبرو په اړه د سیاستوالو غبرګون، د لویه جرګه ناقانونه ده

د ملي شورا یو شمېر استازي او سیاسي ګوندونه بیا د حامد کرزي په وروستیو څرګندونو نیوکې کوي.

د ملي شورا یو شمېر استازي د جرګو جوړېدل د اساسي قانون حلاف بولي او وایي چې، د افغانستان ستونزې باید له قانوني لارو حل شي.

د دوی په خبره، پخوانی ولسمشر هڅه کوي ترڅو خپلې غوښتنې د ملي یووالي په حکومت ومني.

د ولسي جرګې غړی عبدالحفیظ منصور په دې اړه وویل:«د دودیزو جرګو جوړېدل ستونزې نه حلوي! موږ په نړیواله ټولنه کې د یوه پرمختللي دولت په توګه باید له قانوني لارو څخه ولاړ شو. د ناقانونه لارو کچ کول، ستونزې لازیاتوي.»

د یو اساسي قانون د ۱۱۰ مادې پر بنسټ،لویه جرګه،د افغانستان د خلکو لوړه اراده ښيي. د ملي شورا، د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو د رییسان،د دغې جرګې غړي جوړوي.

او همدارنګه وزیران، د سترې محکمې رییس او غړي، لوی څارنوال هم په د دغې جرګې په غونډو کې ګډون کولای شي خو د رای حق نه‎لري.

 او همدارنګه د اساسي قانون د ۱۱۱ مې مادې پر بنسټ، لویه جرګه په هغه وخت کې ترسره کېږي چې د خپلواکۍ، ملي واکمنۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او د هېواد مهم مصلحتونو، د اساسي قانون د احکامو تعدیل او د ولسمشر د محاکمه کولو په اړه جوړېږي.

قانون پوه عین الدین بهاردي څرګنده کړه:«د اساسي قانون پر بنسټ، موږ یوه جرګه لرو چې د اساسي قانون لویه جرګه ده او هېڅ بله دودیزه جرګه، د دغې جرګې قانوني ځای نه شي نیولای.»

په ورته وخت کې د ژغورنې ملي جبهه ګوند ویاند ذبیح الله مجددي په دې اړه وايي:«کرزی صاحب باید د مشورتي لویې جرګې د ترسره کېدو په فکر کې نه وي.»

د افغانستان د ملي غورځنګ ګوند ویاند بشیر احمد ته‎ینج هم څرګنده وي:«هغه کړنه چې د افغانستان له ثبات او د امنیت په تینګښت کې مرسته کوي، موږ له هغه هر کلی کوو.»

ښاغلي کرزي په داسې حال کې د لویې جرګې د جوړېدو غوښتونکی دی چې په ۱۳۹۰ کال کې د امریکا د تګلارې د لاسلیک په اړه جرګه جوړه او استازو مثبته رایه ورکړه خو کرزي د تګلارې له لاسلیک څخه ډډه وکړه.

شریک یي کړئ