Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کلکان لپاره د طالبانو تش په نوم ولسوال کابل کې ونیول شو

د ملي امنیت ریاست نن دوشنبې (د وږي په ۲۵مه) په یوې خپرې شوې خبرپاڼې کې ویلي چې د کابل ولایت د کلکان ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نوم والسوال، د دغه ریاست د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په لړ کې د کابل ښار اتمې حوزې په اړوند سیمو کې له درې ملګرو سره یې نیول شوی دی.

د ملي امنیت ریاست په خبرپاڼه کې راغلي دي چې سردار محمد مشهور په ملا سردار له درې تنو ملګرو سره یې هر یو شېرپادشاه، ملک او حسیب‎الله د طالبانو په امر په ترهګریزو بریدونو، د بګرام پر هوايي ډګر د توغندیو توغول، د خلکو ځورول، او په زور سره د جزیې غونډولو کې ونډه لرله.»

په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي چې ملاسردار له دې وروسته کله چې څو کاله د میربچه کوټ د ولسوال په توګه کار کړی و، پېښور ته وغوښتل شو چې له لارښونې وروسته چې د ترهګریزو بریدونو د شدت لپاره د کلکان ولسوالۍ د ولسوال په توګه تعیین او بېرته کابل ته واستول شو. 

خو طالبانو د هغه د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

ملي امنیت عمومي ریاست په یوې خبرپاڼه کې د کلکان لپاره د طالبانو تش په نوم ولسوال له نیولو خبر ورکړ.

Thumbnail

د ملي امنیت ریاست نن دوشنبې (د وږي په ۲۵مه) په یوې خپرې شوې خبرپاڼې کې ویلي چې د کابل ولایت د کلکان ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نوم والسوال، د دغه ریاست د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په لړ کې د کابل ښار اتمې حوزې په اړوند سیمو کې له درې ملګرو سره یې نیول شوی دی.

د ملي امنیت ریاست په خبرپاڼه کې راغلي دي چې سردار محمد مشهور په ملا سردار له درې تنو ملګرو سره یې هر یو شېرپادشاه، ملک او حسیب‎الله د طالبانو په امر په ترهګریزو بریدونو، د بګرام پر هوايي ډګر د توغندیو توغول، د خلکو ځورول، او په زور سره د جزیې غونډولو کې ونډه لرله.»

په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي چې ملاسردار له دې وروسته کله چې څو کاله د میربچه کوټ د ولسوال په توګه کار کړی و، پېښور ته وغوښتل شو چې له لارښونې وروسته چې د ترهګریزو بریدونو د شدت لپاره د کلکان ولسوالۍ د ولسوال په توګه تعیین او بېرته کابل ته واستول شو. 

خو طالبانو د هغه د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه