Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کورنیو جګړو د پيل په اړه د جهادي مشرانو ګواښ

د امریکې او طالبانو ترمنځ د سولې په اړه د احتمالي هوکړې او همدارنګه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو اترو په درشل کې، ځينې جهادي مشران ګواښ کوي که‎چېرې د سولې ښه هوکړه ترلاسه نه شي شونې ده چې کورنۍ جګړې پيل شي. 

له دې ډلې محمد اسماعیل خان وايي چې حکومت او هغه کسان چې سیاسي ادارې لري باید په یاد ولري چې د افغانستان خلک له ځان سره په مېلیونونه وسلې لري. 

د جمعیت اسلامي دغه لوړپوړی غړی ګواښ کوي په هغه صورت کې چې د سولې په خبرو اترو کې ټولې غوښتنې مطرح نه شي او لوري د خپلو ژمنو د عملي کولو لپاره تضمین ورنه کړي، د دغې سولې پایلې به ډېرې خطرناکې وي.

اسماعیل خان په دې اړه زیاته کړه:«خدای مه کړه موږ په یو ډول له یوې بلې کورنۍ ستونزې سره مخ نه شو، او دا باید نړیواله ټولنه، حکومت او هغه کسان چې سیاسي ادعاوې لري هېر نه کړي، چې دننه په افغانستان کې له یوه بل اعتقاد سره یو ستر لښکر پورت دی او افغانان په مېلیونونه مېلیونونه وسلې په هر کور کې شتون لري.»

یوه بله جهادي څېره صالح محمد ریګستاني هم وايي چې طالبان هڅه کوي چې له وسلې سره د افغانستان سیاست او د سولې بهیر ته ننوځي او له همدې امله هغه او نور جهادي مشران د خلکو د دفاع لپاره به چمتووالی ونیسي. 

ښاغلي ریګستان په دې اړه وویل:«طالبان غواړي چې هم خپله وسله وساتي او هم خپله جغرافیا او د دواړو په ساتلو سره راشي او د واک صحنې ته ننوځي، دا سوله نه ده، دا یو ماتېدونکی اوربند دی او دا کولی شي چې په یوې کورنۍ جګړې بدل شي. او که‎چېرې طالبان وغواړي له وسلې سره سولې ته راشي، دا سوله نه ده او په دې صورت کې موږ د خلکو د دفاع لپاره به چمتووالی ونیسو.»

دا اندېښنې له هغې وروسته څرګندېږي چې ځينې هېوادوال د سولې په خبرو اترو کې د تېرو اتلسو کلونو د لاسته راوړنو د احتمالي قرباني کېدو او د هغوی پر ژوند د احتمالي محدودیتونو د وضع کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

دا په داسې حال کې دي چې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د خبرو اترو اتم پړاو تېره اوونۍ په قطر کې پای ته ورسېدې. که‎څه هم تمه کېده چې په دغو خبرو اترو کې د سولې هوکړه ترلاسه شي، خو دواړو لورو، هغه څه چې له خپلو مشرانو سره یې خبرې بللي دي، دا خبرې ځنډول شوې دي.

د افغان سولې لپاره د طالبانو ځانګړی استازی او له طالبانو سره په خبرو اترو کې د امریکې د مرکچي پلاوي مشر زلمی خلیلزاد، اوس واشنګټن ته تللی څو له طالبانو سره د خبرو اترو د اتم پړاو جزییات له امریکايي چارواکو سره شریک کړي.

شریک یي کړئ