د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وايي چې دولتي ځواکونو د روان لمریز کال له پیل راهیسې د څه باندې ۲ زره او ۵۰۰ بریدونو مخنیوی یې کړی دی.
ښاغلی برمک د ولسي جرګې غړو ته وویل دغه وزارت د اسانتیاوو له کموالي سره مخ دی خو طالبان د ولسوالیو د پرځېدو او ساتنې توان نه لري.
اخوا پر کورنیو چارو وزارت د وروستي برید مسوولت داعش ډلې منلی وه خو د کورنیو چارو وزارت ویلي وو دغه برید د حقانې شبکې لخوا شوی، بلخوا د کورنیو چارو وزیر وايي تر دې دمه د دغه برید اصلي عاملان نه دي پېژندل شوي.
د کورنیو چارو وزارت مني، چې ترهګرو په روزل شوې او نوې طریقې سره پر دغه وزارت برید وکړ.
د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک په دې اړه وویل:« د کورنیو چارو وزارت دوه ټانکر موټر د دوی په مخ کې درېږي، همدا شېبه دغه موټر دلته درېږي دوی فکر کوي چې دوی نور وخت نهلري چې د موټرو په واسطه کورنیو چارو وزارت ته ننوځي په بیړه لس تنه وسلهوال، د دوی ۹ تنه یې د برېښنا په توګه او د کمانډويي بڼه حرکت کوي.»
دغه لوړ پوړی امنیتي چارواکی مني چې پولیس د امکاناتو له کموالي سره مخ دي خو ټينګار کوي چې طالبان او نورې ترهګرې ډلې د ولسوالیو د پرځېدو توان نهلري.
هغه په دې اړه زیاته کړه:« ستاسو امنیتي او دفاعي ځواکونو د وري له لومړنۍ نېټې تراوسه د دښمن ۲ زره او ۵۰۰ بریدونه چې زه ورسره کار کوم دفع کړي دي.»
خو د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، اوسمهال څو ولسوالۍ له څو کلونو راهیسې د طالبانو په ولکه کې دي او امنیتي ځواکونه د دغو ولسوالیو بېرته نیولو توان نهلري.
د ولسي جرګې غړی اقبال صافی په دې اړه وویل:«کله چې یو ولایت لاس په لاس کېږي نه پوځيانو ته روحیه پاتېږي او نه هم ملکیانو ته.»
د ولسي جرګې بل غړی الله گل مجاهد هم وايي:«زموږ لپاره څوکۍ مهمه نه ده، زموږ لپاره وزارت مهم نه دی زموږ ته د خلکو ژوندي پاتې کېدل مهم دي.»
د ولسي جرګې غونډې ته د ملي دفاع او ملي امنیت لوی رییس هم وربللي وو چې د هغوی نه ورتګ د ولسي جرګې د غړو له غبرګون سره مخ شو.