Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کورنیو چارو وزیر: غزني کې ۷۰ سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی

د غزني ولایت څلورمې ورځې نښتې په دوام د هېواد دفاع وزیر وايي چې کابو زر تنه ا فغان سرتېري د طالبانو شا تګ په موخه دې ولایت ته استول شوي دي.

د دفاع وزیر، طارق شاه بهرامي له کورنیو چارو وزیر، ویس احمد برمک سره نن(دوشنبې د زمري۲۲مه) کابل کې د خبري ناستې پرمهال د غزني حالت په اړه خبرې وکړې،  دوی څرګنده کړه چې د ښار ولکه د افغان ځواکونو په لاس کې ده او د جګړې ښه مشري په موخه لوی درستیز، شریف یفتلي دې ولایت ته تللی دی.

د هېواد ملي دفاع وزیر وايي چې د غزني څلور ورځنۍ نښته کې ۱۹۴ سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی دی، دی وايي چې یوازې نن هوايي برید ۹۵ طالبان وژلي دي.

له دې سره هم مهال د کورنیو چارو وزیر وايي چې ۷۰ تنه افغان ځواکونو په غزني کې د جګړې پر مهال ژوند له لاسه ورکړی دی.

طالبانو د جمعې پر سهار د غزني پر ښار خپل بریدونه پیل کړل او په دې ولایت کې یې د ملي تلویزیون ودانۍ، د ټاکنو کمېسیون دفترونه سوځولي دي.

د کورنیو چارووزیر وايي چې طالبانو د خلکو په کورنو او جوماتونو کې ځای نیولی او د افغان ځواکونو د پوځي عملیاتو مخې خنډ شوي.

له دې سره دی ډاډ ورکوي چې ټول دولتي بنسټونه او زندان د افغان ځواکونو په لاس کې دی.

په همدې حال کې د ناټو غوڅ ماموریت وايي چې د غزني ښآر د افغان ځواکونو په لاس کې دی او طالبان د دې ښار د نسکورېدو ځواک نلري.

له دې سره داسې راپورونه شته چې کابو سل تنه کمانډو ځواکونه د غزني ولایت په اجرستان ولسوالۍ کې ورک شوي دي، خو کورنیو چارو وزیر د کمانډو ځواکونو شمېر ۵۰ تنه وه چې اوس مهال ۳۵ تنه یې د دایکندي ولسوالۍ میرامور ته رسېدلي دي.

دی وايي چې د جګړې زیاتوالي سره دې ځواکونو شاتګ کړی دی.

د هېواد ملي دفاع وزیر وايي چې د غزني څلور ورځنۍ نښته کې ۱۹۴ سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی دی، دی وايي چې یوازې نن هوايي برید ۹۵ طالبان وژلي دي

شریک یي کړئ