Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ګرین ولېچ پر کمپ برید کې د ټپیان شمېر ۱۱۴ تنو ته لوړ شو

د دوشنبې په ماښام له چاودېدونکو توکو ډک باروړونکی موټر قابل بای سیمه کې د ګرین ویلیج کمپ له دیوالونو سره وهل کېږي او زړه بوږنوونکې پېښه رامنځته کوي.

په دغه برید کې چې پرون ماښام شویو وه د ټپيانو شمېر ۱۱۴ تنو ته رسېږي، بلخوا د کورنیو چارو وزارت وايي چې په دغو ټپیانو کې ۲۴ ماشومان او ۱۴ هم ښځې دي او د ۳۰ تنو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک بلل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت وايي په دغې پېښه کې هېڅ بهرني وګړي ته زیان نه دی رسېدلی.

د چاودنې غږ دومره زورور و چې د پېښې له ځایه یې تر ډېره وړاندې د کورونو دیوالونو کې درز راوستی او خلکو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کابل ښار د قابل سیمې یوه تنه اوسېدونکې نسرین وايي:«زموږ کور درز کړی او پېغله لور مې ټپي شوې او روغتون کې ده او د خدای هېڅ هم موږ ته نه دي پاتې.»

د طلوع نیوز خبریال شریف امیري وايي که څه هم څوک د پېښې ځای ته د ورتلو اجازه نه راکوي، خو لیدل کېږي چې د کمپ ځینې برخې هم له پېښې سره ویجاړې شوې دي.

د قابل بای په سیمه کې چاودنې د یوه داسې ۲۲ کلن ځوان ژوند هم واخیست چې له واده یې یوازې دوې میاشتې تېرېدې.

د وژل شوي ذاکر محمد ورور فدا محمد وویل:«زامن مې له ذاکر سره وو چې دواړه زامن مې ټپيان شوي یو بل ورور مې هم ټپي دی او ذاکر شهید شو.»

د قابل بای ټولې کوڅې هیبت نیولې دي، ډېر لږ کورونه به په کې داسې وي چې ضرر یې نه وي لیدلی، د قابل بای په سیمه کې په یوه بل کور کې هم دوه ماشومان او درې ښځې ټپیانې شوې دي.

په پېښه کې ټپي شوی نصیر وايي:«یوه ډېره لویه ښيښه مې پر سر ولګېده یو زوی او یوه لور مې هم ټپيان دي.»

د پېښې داسې قربانیان هم شته چې تر اوسه یې جسدونه ورک دي، سهراب له بیګا شپې راهیسې د خپل تره زوی په مړي پسې ګرځي.

سهراب په دې اړه زیاتوي:«د تره زوی مې له چاودنې وروسته ورک دی او تراوسه نه یم توانېدلی چې پیدا یې کړم.»

کورنیو چارو وزارت وايي، پېښه کې هېڅ بهرني وګړي ته تاوان نه دی اوښتی او ټول قربانیان ملکیان دي. خو د دغې سیمې ملک یا د ګذر وکیل څرګنده کړه چې خلک وايي دا کمپ باید له دې ځایه ویستل شي.

د قابل بای د سیمې ملک یا ګذر وکیل احمد ضیا وویل:«خلکو لاریون وکړ او غوښتنه یې وکړه چې د بهرنیانو دغه کمپ ولې له دې ځای نه لېږدول کېږي.»

د کورنیو چارو ویاند نجیب دانش هم وویل:«د خلکو غوښتنه پر حقه ده او له نړیوالو همکارانو سره مو پر یوه لوی پلان کار کړی ترڅو دغه کمپ له دې ځایه ولېږدول شي.»

له دوه زره دولسم کال نه راپدېخوا دا څلورم ځل دی چې ګرین ویلیج کمپ تر برید لاندې راځي، خو لا هم دا کمپ د ولسي کورونو په منځ کې ودان دي.

له دوه زره دولسم کال نه راپدېخوا دا څلورم ځل دی چې ګرین ویلیج کمپ تر برید لاندې راځي، خو لا هم دا کمپ د ولسي کورونو په منځ کې ودان دي

شریک یي کړئ