Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ټاکنو د ترسراوي په درشل کې د یوه نوي سیاسي بهیر رامنځته کېدل

د ولسي جرګې د ټاکنو د ترسراوي او د سولې بهیر ته د طالبانو د راکاږلو په درشل کې، د « ملي یووالي سترې ټولګې» تر نامه لاندې کابل کې یو بل سیاسي بهیر رامنځته شو.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي ګوند، ملي محاذ ګوند، افغان ملت ګوند، ملي مشارکت ګوند، د افغانستان د پیوستون نهضت، د جمعیت اسلامي ګوند د انسجام شورا او ځينې نور سیاسي ګوندونه او بهیرونه د دغې ټولګې غړیتوب لري.

حکمتیار چې د دغې ټولګې یو اصلي غړی شمېرل کېږي، نن (پنجشنبې د تلې په ۱۹ مه) د دغې ټولګې په پرانیسته کې، سولې ته د رسېدو طرحه هم وړاندې کړه.

په دې غونده کې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په جګړې کې ښکېلو لوریو ته د خپلې طرحې وړاندیز وکړ.

د ښکېلو لوریو تر منځ اوربند، له قید او شرط پرته د خبرو پیلېدل، د یوه لنډمهالي حکومت پر رامنځته کېدو او له هېواد نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره پر یوه مهال‎وېش هوکړې ته رسېدل، د دې طرحې یوه برخه ده.

د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار په دې اړه څرګنده کړه: «هره ورځ په افغانستان کې څه باندې درې سوه تنه وژل کېږي؛ کله د بهرنیو ځواکونو له خوا او کله هم د دولتي ځواکونو له خوا، ځينې وختونه د دولت د مخالفو وسله‎والو له خوا – په ښارونو کې د وحشیانه چاودنو په لړ کې او حتا په جوماتونو او نورو سپېڅلو ځایونو کې.»

د افغانستان د پیوستون نهضت ګوند مشر سید اسحاق ګیلاني چې په دغې غونډه کې حضور درلود په دې اړه وویل:«د یوه داسې حکومت په لور باید ولاړ شو چې د افغانستان ټول سیاسي او پوځي مخالفین ځان په هغه کې دخیل وبولي او ووايي چې په دغه برخلیک کې موږ هم شامل یوو او زه کولای شم چې د هېواد برخلیک ته بدلون ورکړم.»

د دې غونډې ځينې نور ګډنوال، د هېوادوالو ترمنځ یووالی او وحدت په هېواد کې دایمي ټکاو ته د رسېدو یوازینۍ لار بولي.

د جمعیت اسلامي ګوند د انسجام شورا غړی عبدالودود ثابت په دې اړه وویل:«په هېواد کې او د افغانستان د خلکو ترمنځ د واقعي یووالي او وحدت څخه پرته موږ پر دغو ستونزو نه بریالي کېږو. دا ستونزې هغه ویروس دي چې موږ د نابودۍ په لور کاږي.»

اخوا حکمتیار په راروانو ټاکنو کې پر احتمالي درغلۍ هم اندېښمن دی، نوموړی په پارلمان کې د ګوندونو د رول پر نه پیاوړتیا نیوکه کوي.

ښاغلي حکمتیار په ډاګه کړه:«په ټاکنو کې د ګوندونو له فعال او اغېزناک حضور پرته، لوبه یوه بې ځایه او له مسخرو ډکه ده چې یوازې ځواکمن دوکه مار کسان به د خلکو د دوکه کولو لپاره ترې کار واخلي.»

د هېواد د امنیتي او سیاسي وضعیت په تړاو دا بحثونه په داسې حال کې زور اخلي، چې د هېواد د ولسي جرګې ټاکنو ترسراوي ته یوازې ۹ ورځې پاتې دي.

د یو شمېر ګوندونو مشران، په ملي شورا کې د خلکو یو شمېر استازي او دغه راز یو شمېر هېوادوال دلته په کابل کې د ملي یوالي د لویې ټولګې په نوم یوه بهیر کې راټول شوي دي او په هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو پر څرنګوالي بحث او خبرې اترې کوي.

شریک یي کړئ