طوع نیوز ته رسېدلي سندونه ښيي، چې د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست څلور تنه سلاکاران او ۵ تنه اداري کارکوونکي له یوې سرچینې او پرته له سیالۍ څخه په لوړو معاشونو ګمارلي دي.
د دغو سندونو له مخې د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست څلور تنه د ګمارلو له واحدې سرچینې په کارولو د سلاکارانو په توګه ګمارلي چې معاشونه یې له ۱۵۰ تر ۲۲۰ زره افغانیو دي.
له بلخوا څو نور لوړپوړي کارکوونکي هم د دغه وزارت د سرپرست لخوا ګمارل شوي چې معاشونه یې له ۳۰ تر ۷۰ زره افغانیو دي.
په هغه لیک کې چې طلوع نیوز ته رسېدلی راغلي د دغو سلاکارانو او کارکوونکو قراردادونه د راتلونکي کال لپاره هم غځول شوي دي.
د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند نجیب ننګیال په دې اړه طلوع نیوز ته وویل:«د مالیې وزارت هوکړه اخیستل شوې، له قانوني پړاوه تېر شوي، نو دغه ګمارنې کومې ستونزې نهلري.»
د روڼتیا د څار بنسټ د دغو ګمارنو بهیر روڼ نه بولي او په اړه یې پر څېړنو ټینګار کوي.
د روڼتیا د څار بنست رییس اکرام افضلي په دې اړه وویل:«داسې ګمان کېږي چې وزارت ته نېږدې کسان دلته ګمارل شوي. نو ډېره اړتیا ده چې ټوله دغه پروسه په جدي وڅېړل شي، ترڅو هغه کسان چې ګمارل شوي وپېژندل شي چې ایا کاري وړتیا لري چې هلته ګمارل شوي دي.؟»
دروڼتیا د څار بنسټ وايي باید روښانه شي چې دغو کسانو ته داسې معاشونه په کومو اصولو په پام کې نیول شوي دي.