Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د یوه سرتېري د وهل ټکول په اړه د کورنیو چارو وزارت غبرګون

د کورنیو چارو وزارت د کابل پولیسو ته حکم کړی چې د ولسي جرګې د غړې پروین درانۍ له خوا د یوه پولیس د سپکاوي او وهل ټکولو په تړاو، د اساسي قانون د ۱۰۲ مادې پر بنسټ اجرآت وکړي.  

د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نصرت رحیمي په دې اړه وویل:«هېڅوک له قانون څخه لوړ نه دي. هر څوک چې د قانون په وړاندې ودرېږي، له هغه سره قانوني چلند کېږي؛ دا جرم په بشپړه توګه څرګند دی او د کابل امنیه قومندانۍ ته امر شوی چې د قانون پر بنسټ په دې اړه عمل وکړي.»

د اساسي قانون په ۱۰۲ ماده کې راغلي دي:«که‎چېرې د ملي شورا غړی په جرم تورن شي، مسوول مامور هغه مجلس ته چې تورن یې غړی دی د موضوع په اړه خبر ورکوي او تورن تر عدلي تعقیب لاندې راتلای شي. د مشهود جرم په اړه مسوول مامور کولای شي تورن د هغه مجلس له اجازې پرته چې تورن یې غړی تر عدلي تعقیب لاندې راولي او وې نیسي. په دواړ حالتونو کې، که‎چېرې عدلي تعقیب قانوناً بند رامنځته کړي، مسوول مامور مکلف دی موضوع له ځنډ پرته اړوند مجلس ته خبر ورکري او د هغه تصویب حال کړي. که‎چېرې تور د شورا د رخصتۍ پر مهال وشي، د نیولو یا بند اجازه د اړوندې جرګې د اداري پلاوي څخه واخیستل شي او موضوع د مجلس لومړنی غونډې کې د پرېکړ لپاره وړاندې کړل شي.»

په تصویرونو کې لیدل کېږي چې پولیس د ولسي جرګې له غړې پروین درانۍ څخه چې د جرګې له پلیټ سره زرهي موټر لري د دغه موټر د کارولو اجازه لیک غواړي خو نوموړې له امنیتي ځواکونو سره لفظي شخره کوي او د پولیسو یو افسر په څپېړه وهي.

خو پروین درانۍ وايي چې د پولیس د ښکنځلو په غبرګون کې یې دغه افسر یې په څپېړه وواهه:«که‎چېرې څوک پر تاسو وار (برید) وکړي ته یې په وړاندې څه کوئ؟ کمرې پیدا کړئ وې څېړئ که‎چېرې زه یې نه وم وهلې! همدغه عسکر زه ووهلم چې په موټر کې ولوېدم.»

د پروین درانۍ دا کار د یو شمېر هېوادوالو له توندو غبرګونونو سره مخامخ شوی دی.

د کابل اوسېدونکی حسن رضا په دې اړه وویل:«دا قانون ماتونه ده، بې نظمي ده، په ښار کې د بې نظمي رامنځته کول دي خیانت دی.»

د کابل بل اوسېدونکی طاهر هم وايي:«نه وکیل، نه وزیر او حتا ویلای شم چې ولسمشر هم پر یوه پوځي چې زموږ او تاسو امنیت ساتي نه شي کولای پرې لاس پورته کړي.»

د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنه هر ډول تاوتریخوالی د قانون پرخلاف ګڼي او وايي د دغه راز پيښو عاملینو ته باید سزا ورکړل شي.

 د حقوق پوهانو د ټولنې غړی حید فرزه یي وویل:«هېڅوک له عدلي تعقیبه خونديتوب نه‎لري؛ هر څوک چې جرم کوي باید ترې پوښتنه وشي.»

دا لومړی ځل نه دی چې امنیتي ځواکونه د پلازمیني په واټونو کې د دندو پرمهال د ملي شورا د غړو لخوا وهل او یا ورته سپکاوی کېږي خو تراوسه د عدلي او قضايي ادارو لخوا ددغو پيښو د څیړلو پایلې له خلکو سره نه دي شریکې شو

خو پروین درانۍ وايي په تېرو څو ورځو کې د تګ راتګ پرمهال څو ځله د کابل ښار په مسعود څلور لاره کې د پولیسو د یوه افسر لخوا ځورول کېږي او مجبوره شوه چې په څپېړه یې ووهي.

شریک یي کړئ