Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د یوې اوونۍ په لړ کې د دویم ځل لپاره د پاکستان پر خلاف شکایت

افغانستان د یوې اوونۍ په لړ کې د دویم ځل لپاره، له پاکستانه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت وکړ.

په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان دایمي استازي، په یوه لیک کې چې په هغه کې د پاکستان له خوا د افغانستان پر خاوري تېری ذکر شوی، څرګندوي د پاکستان لخوا د هېواد پر کونر او ننګرهار ولایتونو له توغندويي بریدونو خبر ورکوي.

په دې لیک افغانستان له ملګرو ملتونوغوښتي، څو د دې ستونزې لپاره یوه اغېزمنه لار پیدا کړي.

د دې لیک په یوه برخه کې راغلي:«د افغانستان پر خاوره دا بریدونه په دوامدار ډول په ځانګړي توګه د هاوان بریدونه، د کونړ او ننګرهار په کلیو کېږي.»

د افغان حکومت لومړنی شکایت پاکستان ته د طالب پلاوي سفر او همدارنګه د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره د هغوی د لیدنې په اړه وو. خو دا لیدنه له دې شکایت وروسته ترسره نه شوه.

بل پلو ولسمشرۍ ماڼۍ هیله څرګنده کړې چې ملګري ملتونو سازمان به، د دغه شکایت په اړه د پاکستان په وړاندې خپل دریځ ولري. 

د ولسمشر ویاند محمد هارون چخانسوري زیاته کړه:«د توغندويي بریدونو له افغان حکومت له پاکستان سره له ډپيلوماټیکو لارو خبرې کړې وې او دا ځل د استونزه د ملګرو ملتونو سازمان له ملي امنیت شورا سره مطرحه شوې ده. هیله لرو د هغو طرزالعملونو او قوانینونو له مخې چې ملګري ملتونه یې لري، له پاکستان سره جدي چلند وکړي څو توغندويي بریدونه ودرول شي.»

له ۲۰۱۲ز کال راهیسې تر تېر کال پورې، افغانستان له ۲۸۰ ځلو زیات یا پاکستاني چارواکو او یا هم نورو بنسټونو ته شکایت کړی او ان د دې ستونزې په اړه یې په کابل کې د هغوی سفیران هم احضار کړي دي.

د پاکستاني عسکرو د الوتکو له‌خوا د افغانستان پر هوايي حریم تېری، د پوځي پوستو جوړول، د اغزن تار غځول او د افغانستان په خاوره کې د خنډونو جوړول، هغه نورې ستونزې دي چې کابل یې دې شکایت کولو ته اړ کړ.

افغان حکومت وايي، له ۲۰۱۲ز کال را په دېخوا تر ۲۰۱۷ زکال پورې پر افغان خاوره له  ۲۸ زره او ۸۰۰ څخه زیات د توپونو او هاوان مرمۍ را توغول شوې دي چې په پایله کې یې اتیا تنه وژل شوي او یو سل او اتیا نور ټپیان دي. 

بل پلو نورې شمېرې هم ښيي چې له ۲۰۱۸ز کاله تر اوسه پاکستان ۱۶۰ ځله د افغانستان پر حریم تېری کړی او له هغې غاړې پر افغان خاوره له شپږ زره زیات د توپونو او هاروان مرمۍ راکوزې شوې دي.

افغان حکومت وايي، له ۲۰۱۲ز کال را په دېخوا تر ۲۰۱۷ زکال پورې پر افغان خاوره له  ۲۸ زره او ۸۰۰ څخه زیات د توپونو او هاوان مرمۍ را توغول شوې دي.

شریک یي کړئ