Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ۲۱۵ میوند قول اردو د پياده لوا د درېیم کنډک قومندان ووژل شو

د ۲۱۵ میوند قول اردو وايي چې د دغې قول اردو د پياده لوا د درېیم کنډک قومندان جګړن شیراحمد، د یکشنبې پر شپه، د هلمند ولایت په چاه انجیر سیمه کې د طالبانو په یوه کمین کې ووژل شو.

په ورته وخت کې، یوه امنیتي سرچینه وايي چې په دغې پېښه کې د ملي پوځ دوه سرتېري هم وژل شوي او دوه تنه نور یې ټپيان دي.

دا قومندان په داسې حال کې وژل کېږي چې د هېواد په ډېریو ولایتونو کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړو زور اخیستی دی.

له دې ډلې د کندهار ولایت امنیه قومندان جنرال تادین خان د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ له جګړې خبر ورکوي.

هغه وايي چې په دغو نښتو کې، د دغه ولایت په معروف ولسوالۍ کې څه باندې ۳۰ طالب اورپکي وژل شوي او ۲۸ تنه نور یې ټپيان دي.

خو تادین خان زیاتوي چې د طالبانو وژل شوي او ټپي کسان له ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته اړول شوي دي.

بلخوا، طالبان وايي چې د دغې ډلې جنګیاليو د یوسف نیکه په سیمه کې د امنیتي ځواکونو یوه پوسته نیولې ده. 

اخوا د فاریاب پولیس هم د دغه ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې د اتو طالب اورپکو له وژل کېدو خبر ورکوي.

د فاریاب د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالکریم یورش وايي چې طالبانو د یکشنبې پر شپه د دولت اباد ولسوالۍ په چغاتک کلي کې له دولتي ځواکونو سره په نښته شول چې په پایله کې اته طالب اورپکي ووژل شول او ۱۳ تنه نور یې ټپيان شول.

هغه زیاته کړه چې په وژل شویو کسانو کې د طالبانو دوه ځايي قومندانان مولوي نعیم او قاري صداقت هم شامل دي.

هغه څرګنده کړه چې په دغې نښته کې دولتي ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.

د فاریاب پولیس زیاتوي چې د دغه ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې هم یو طالب اورپکی وژل شوی او دوه تنه نور یې ټپيان شوي دي.

هغه په ډاګه کړه چې په دغو نښتو کې، یو پولیس هم ټپي شوی او یو بل ولسي وګړی وژل شوی دی.

شریک یي کړئ