Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ۶۰۰ مېلیون افغانیو د اختلاس په تور نیول شوی کس ازاد شوی

لویه څارنوالۍ وايي چې دغه بنسټ د کورنیو چارو وزارت تړونوال (قراردادي) حاجي رسا، په کورنیو چارو وزارت کې د ۶۰۰ مېلیونو افغانیو اختلاس یو تورن په ضمانت ازاد کړی دی. 

حاجي رسا چې د «شجاع ابدره» تامیناتي شرکت مالک دی، کابو یوه میاشت وړاندې له شلو تنو سره، کورنیو چارو وزارت ته د غوښې په پېر کې د ۶۰۰ مېلیونو افغانیو د اختلاس په تور ونیول شو.

لویې څارنوالۍ یوه اوونۍ وړاندې په دې اړه خپلې څېړنې پیل کړې.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي وايي چې حاجي رسا د دې له امله چې په دوسیه کې یې پېچلتیا او همدارنګه د هغه د بندي کېدو په موده کې د قانوني محدویتونو له امله ازاد شوی:«د کسانو بندي کېدل او څېړنه په قوانینو کې په یوه مشخص معیاد سره وړاندوینه شوي. د ګومارل شوي څارنوال په نظر، غوره وه چې دا کس (حاجي رسا) له بنده ازاد شي څو وکړای شي په مناسب وخت کې خپلې څېړنې بشپړې کړي څو د پېښې ټول اړخونه روښانه شي.»

اوس د دې مېلیوني افغانیو فساد د څېړنو څرنګوالي او تر خوا یې د محمد رسا خلاصون پوښتنې را پورته کړي دي.

د مشرانو جرګې غړی صفي الله هاشمي وايي:«مجرم کس چې بندي او تر څېړنې لاندې راغی... د دغو کسانو ازادول سم کار نه دی.»

کورنیو چارو وزارت سرپرست وايي چې د حاجي رسا ازادول په دې مانا دي چې هغه ته برات ورکړل شوی، څېړنې په جدي توګه روانې دي. 

د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي څرګنده کړه:«په دې مانا نه ده چې هغوی (حاجي رسا) تورن نه دی او دا دوسیه وتړل شوه؛ دا دوسیه پراخ اړخونه لري... تاسې کولای شئ د دغې دوسیې پرمختګ وڅارئ.»

و نه توانېدو چې په دې اړه د محمد رسا نظر واخلوو، خو وړاندې یې مدافع وکیل له دې قضیې سره د شجاع ابدره شرکت لاس لرل رد کړي وو.

حاجي رسا چې کابو یوه میاشت وړاندې له شلو تنو سره، کورنیو چارو وزارت ته د غوښې په پېر کې د ۶۰۰ مېلیونو افغانیو د اختلاس په تور ونیول شو.

شریک یي کړئ