Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ۶۴ ولسوالیو ولسوالان خپل کارونه د هېواد له نورو برخو مخته بیايي

د طلوع نیوز یوه نوې څېړنه ښيي چې د هېواد ۶۴ ولسوالیو دفترونه، د دغو ولسوالیو له محدودې وتلي او یا هم په بشپړه توګه کار نه کوي.

دغه ولسوالۍ په ۱۹ ولایتونو کې دي چې ډېری یې د ناامنیو شاهدې دي.

د دغو ولسوالیو ځينې ولسوالان ټينګار کوي چې هغوی تر ډېره د ولایتونو په مرکزونو کې دفترونه لري او ډېر کم ولسوالیو ته درومي.

د دې ولایت د شېرزادو ولسوالۍ ولسوال وايي، د دې ولسوالۍ او چارچاپیره یې دولتي ودانۍ، ډېره کله تر جګړې لاندې وي. ځمکنۍ لارې د طالبانو او داعش له‌خوا تړل کېږي او ان خپله دی هم ډېر کله د الوتکو په وسیله تګ راتګ کوي.

فاریاب ولایت له نهو ولسوالیو سره د دغو ولایتونو په سر کې راځي. په دویم ځای کې غزني ولایت دی چې د دغه ولایت اته ولسوالۍ له دې چارې سره مخ دي او له هغې وروسته، د فراه او هلمند ولایتونه دي چې هر یو یې له اوو ولسوالیو سره په ګډه درېیم ځای لري.

د کندهار ولایت معروف، میانشین، نېش او غورک ولسوالۍ؛ د پکتیکا ګیان، نکه، ګومل او چارباران ولسوالۍ؛ د کندوز ولایت ګل تیبه، کلباد، اقتاش او دشت ارچي ولسوالۍ؛ د بغلان ولایت بُرکه، تاله او برفک او دهن غوري ولسوالۍ؛ د زابل ولایت نوبهار، ارغنداب او خاک افغان ولسوالۍ، هغه ولسوالۍ دي چې ولسوالان یې چارې له نورو ځاینونو اداره کوي.

د ننګرهار ولایت شېرزاد ولسوال وايي چې په دغې ولسوالۍ کې او کله ناکله حتا دولتي وادنۍ ته نږدې جګړې کېږي؛ طالبان او داعش د دغې ولسوالۍ ځمکنۍ لارې تړلي او دی خپله که‎چېرې زمینه برابره شي له چورلکې سره دغې ولسوالۍ ته تګ راتګ کوي.

د شېرزادو ولسوال مبارز خادم په دې اړه وویل:«کله په دوه او کله هم په درې میاشتو کې او کله هم شپږ میاشتې هغه هم اوضاع ته په کتو سره، الوتکې راځي او موږ له هغه ځایه دلته او کله هم له دې ځایه هلته لېږدوي.»

د حصارک ولسوال بیا جلال اباد ښار کې د خپل کاري دفتر په اړه کیسه کوي.

د حصارک ولسوال محمد حسن عثمان‌زی وايي:«د حصارک له ولسوالۍ څخه دلته زموږ کار ډېر دی. دلته موږ ته ډېرې عریضې راځي. موږ دلته په ولایت کې دفتر لرو او دلته ناست یوو او خلکو ستونزې حل وو.»

همدا ډول د ارزګان، هرات، ننګرهار، بدخشان او لوګر ولایتونو دوه دوه ولسوالۍ هم له همدې حالت سره مخ دي.

سرپل، بادغیس، خوست، جوزجان او میدان وردګو یوې یوې ولسوالۍ کې بیا د ولسوال دفتر نه شته او بل ځای کې فعالیت کوي.

د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکه اداره بیا وايي، شل ولسوالیو کې نه ولسوال او نه هم نور دولتي بنسټونه فعالت کوي.

د سیمه‌ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاند سیدشاه سقیم په دې اړه څرګنده کړه:«په دغو ولسوالیو کې ولسوال لرو؛ خو هلته نه دي. عدلي او قضايي ارګانونه هم هلته دي، د امنیتي ستونزو له امله نه شي کولی ولاړ شي او په همدې ډول، ملي پوځ، پولیسو او امنیت هم هلته نشته.»

خو د ملي دفاع وزارت ویاند روح‎الله احمدزی وايي هڅه کوي چې د هېواد ټولوې برخې تر کنټرول لاندې راولي.

ښاغلي احمدزي زیاته کړه:«د دغو سیمو له ازادېدو سره، ټولې ولسوالۍ خپلو اصلي او مخکنیو ځایونو ته به ولاړې شي.»

د طلوع نیوز د دې څېړنې له مخې، یوازې پنځه لس ولایتونو کې په بشپړ ډول د ولسوالانو دفترونه او دولتي ادارې فعالیت کوي.

خو یو شمېر نورې ولسوالۍ شته چې بیا په کې نور دولتي بنسټونه نه شته، د تخار درقد ولسوالۍ له همدې یوه ده چې عدلي او قضايي مرکز یې تالقان ښار کې فعال دی.

د طلوع نیوز موندنې ښيي چې همدا اوس د ۱۹ ولایتونو ۶۴ ولسوالیو د ولسوالانو دفترونه یا له ولسوالیو بهر دي او یا هم په بشپړه توګه کار نه کوي.

شریک یي کړئ