د کندهار امنیه قوماندان، جنرال عبدالرازق وايي، څو ځله يې د هېواد بهر او دننه د وسلهوالو طالبانو له مهمو او صلاحیت لرونکو چارواکو سره د سولي خبرو اترو په موخه لیدلي.
دی زیاتوي چې په دې خبرو اترو کې یو شمېر لوړپوړو دولتي چارواکو او بهرنیانو هم شتون درلود.
جنرال عبدالرازق وايي د حکومت له خبرو دا بېلې ترسره شوې دي او پایلو ته یې هیله من دی.
رازق وړاندې وايي:«تمه ده چي د دغه مذاکراتو په پایله کي به د طالبانو د کویټي شورا ۵۰ سلنه غړي سولي ته چمتو شِ او په حکومت کي به فعاله ونډه واخلي.»
ښاغلی رازق زیاتوي:«دغه لیدنې به د نورو لیدنو سره ډير توپیر ولري چې اوس يې له امریکا او عربي هېوادونو سره په هېواد کي د دایمي سولې راوستلو لپاره هڅې پیل کړي.»
بل خوا د طالبانو او حکومتي چارواکو تر منځ د دا ډول مذاکراتو د ترسره کېدو په اړه ډېری کسان خوښي ښيي او هیله څرګندوي چې له دې لارې ښایې ډېر شمېر طالبان وسلې پریږدي او د سولهيیز ژوند لاره به خپله کړي.
کندهار کې د مدني فعال، شمس کامران وايي:«سوله د هر افغان غوښتنه ده، که د سولې لپاره په فردي توګه، د ولایت، حکومت، نړیواله او ولسوالۍ په کچه هم خبرې کېږي، ښه ده.»
همداراز د کندهار اوسیدونکی، نقیب نوري زیاتوي:«سوله د هر افغان غوښتنه ده، او د افغانستان لپاره مهمه ده، که په هره سطحه خبرې روانې وي، دا ښه ده، کولی شي چې سولې ته لار هواره کړي.»
که څه هم د حکومت او طالبانو تر منځ دا ډول مذاکرات څو ځلې تر سره شوي، خو طالبانو د کندهار د امینه قوماندان د دغه لیدنیو ا مذاکراتو په اړه څه نه دي ویلي.
په دې اړه مو اندونه