د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني وايي، د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې د سیمې له هېوادونو هم د سولې په خاطر وغوښتل شول، چې د حکومت د مخالفو وسلهوالو ملاتړ پرېږدي.
رباني وویل: «زموږ له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل شول چې د مخالفو وسلهوالو ملاتړ پرېږدي.»
په ورته وخت کې د اروپايي ټولنې مسووله فدریکا موګیریني وايي، په افغانستان کې د سولې له بهیره ملاتړ کوي.
هغې وړاندې وویل: «اروپايي ټولنه غواړي چې د سولې د بهری تضمینونکې واوسي او د دې بهیر د ترسره کېدو ملاتړ وکړي.»
هغې پر طالبانو هم غږ وکړ چې د سولې له پروسې سره یو ځای شي، په وینا يې اروپايي ټولنه د افغانانو ملاتړې ده، چې جګړه پای ته ورسېږي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني د سولې د پروسې په اړه وايي، چې د زلمي خلیلزاد له هڅو سره ژور اختلاف نه لري، خو وړاندیزونه لري.
هغه وویل: «دا چې د سولې بهیر څنګه وڅارل شي په اړه يې وړاندیزونه شته، خو دا سې سخت او ژور مخالفتونه چې تاسې فکر کوئ، داسې څه زه نه وینم.»
په ورته وخت کې د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن کابل ته راغی او له کابل نه مسکو ته وخوځيد.
په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت قومندان سکاټ مېلر وايي، د سیاسي فشار تر څنګ به نظامي عملیات هم هممهاله روان وي.
مېلر زیاته کړه: «نظامي عملیات به له سیاسي فشارونو سره پر یو وخت روان وي او د هلمند په څېر عملیات به ترسره کېږي.»
د هلمند په نوزاد کې څو ورځې وړاندې د طالبانو له لوري د هلمند لپاره نومول شوی والی ملا منان په یوه هوايي برید کې ووژل شو.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش هم وايي، چې له هېواده د دفاع لپاره تیار یو: «موږ له هېواده او خپلو خلکو د دفاع لپاره تیاري لرو، موږ هوډ لرو چې دښمنان وځپو.»
د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه پرون او تېره ورځ ( چهارشنبه، سه شنبه) په بروکسل کې ترسره شوه، چې پکې د افغان امنیتي ځواکونو لپاره تر ۲۰۲۴ز کال پورې د ملاتړ هوکړه وشوه.