Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

رحماني: له دې وروسته به قانوني بهیرونه له بندون سره مخ نه شي

د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني وايي چې د دغې جرګې د رییس په غوراوي کې یو نیم میاشتنۍ شخړې د ولسي جرګې غړي دې ته ژمن وي چې اجازه ور نه کړي چې نور قانوني بهیرونه له بندون سره مخ شي.

ښاغلي رحماني له یوې نیمې میاشتې شخړې او څلور ځله ټاکنو له ترسراوي وروسته بریالی شو چې د ولسي جرګې د ریاست څوکۍ ته ورسېږي.

۵۶ کلن میررحمان رحماني چې پوځي مخینه لري او اوس سوداګرۍ کوي، د اتو کلونو لپاره د ولسي جرګې د اقتصاد کمېسیون رییس و.

هغه وايي:«له خیره بندون مات شو او اوس تاسې وینئ چې په پارلمان کې عادي بهیر پيل شوی. زموږ پروګرامونه همدا دي چې د اساسي قانون او کورنیو دندو او اصولو په مطابق خپل کارونه مخته بوځو.» 

هغه وايي چې په تېر پړاو کې د اقتصاد کمېسیون ریاست له تجربو څخه به کار واخلي څو د قانوني بهیرونو ستونزې کمې شي.

ښاغلي رحماني زیاته کړه:«موږ ډېر قوانین تصویب کړل؛ د حکومت پر کړنو مو څارنه وکړه. واقعاً یوه ښه تجربه وه چې اوس د مجلس په ریاست کې راسره مرسته کوي.»

د ولسي جرګې د ریاست په څلورم ځل ټاکنو کې میررحمان رحماني د ولسي جرګې د ۲۴۵ غړو له ډلې ۱۳۶ تنو رایه ورکړه.

د ولسي جرګې غړي اوس تمه لري څو ښاغلی رحماني په څو ډلو د پارلمان له وېشلو مخنیوی وکړ.

د ولسي جرګې غړی شېرمحمد اخندزاده په دې اړه وویل:«استازي باید منظم کړي. بې اتفاقۍ ته اجاز ورنه کړي، قومي تعصب ته لمن ونه وهي. نورې ستونزې رامنځته نه کړي، باید یو موټی پارلمان ولرو چې د افغانستان د خلکو لپاره کار وکړي.»

میر رحمان رحماني د ولسي جرګې ریاست ټاکنو په لومړي پړاو ټاکنو کې ۱۲۳ رایې ترلاسه کړې، خو پر یوې رایې د اختلافونو له امله په ولسي جرګه کې شخړې رامنځته شوې او دا شخړې لفظي او له هغې نه جسماني شخړو او ښکنځلو ته واوښتې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه