میررحمان رحماني، هغه کسان چې د ولسي جرګې د ریاست په ټاکنو کې د موقت رییس له خوا د ولسي جرګې د ګټوونکي رییس په توګه اعلان شو، وايي چې د ولسي جرګې د کورنيو اصولو او قوانینو پر بنسټ، د ولسي جرګې د ریاست ټاکنو بریالی دی او په هېڅ بیه نه له دغه مقامه تېر نهشي.
کله چې کابو یوه میاشت مخکې میررحمان رحماني د جرګې د موقت رییس لخوا د ټاکنو په دوهم پړاو کې د ولسي جرګې د ریاست چوکۍ ته بریالی اعلان شو، له هغه وخت راهیسې ښاغلی رحماني دغه دفتر ته راځي.
میررحمان رحماني چې ځان د ولسي جرګې د ریاست په ټاکنو کې ګټوونکی بولي وايي هېڅ ډول فشار ته به غاړه کې نه ږدي او چوکۍ نه پرېږدي.
د ولسي جرګې د موقت رییس لخوا اعلان شوی رییس میررحمان رحماني وايي:«ځينې وړاندیزونه لري چې ګواکې زه استعفا ورکړم یا هم شاتګ وکړم. په هېڅ وجه زه دا کار نه کوم؛ د دې لپاره چې زه د افغانستان د ولسي جرګې لومړنی رییس یم چې له شپاړلس دورو وروسته، ما دومره رایې اخیستې دي.»
ښاغلی رحماني له ولسي جرګې بهر او د ننه د ځینو کسانو د لاسوهنې خبره کوي چې نه غواړي د جرګې اوسنۍ ستونزې اوارې شي خو د چا نوم نه اخلي.
هغه زیاته کړه:«دا زه په ډاډ سره وایم چې یوه کړۍ ده چې دومره ملګري تحریک کوي.»
په دې لړ کې د مشرانو جرګې رییس د دغو اختلافاتو دوام د هېواد په زیان بولي او له هغو کسانو چې د ولسي جرګې د ریاست د چوکۍ پر سر اختلاف لري غواړي قانون ته غاړه کېږدي او له زورویلو لاس واخلي.
د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار څرګنده کړه:«کهچېرې رحماني صاحب د ۲۴۷ رایو نصاب پنځوس جمع یو ۱۲۴ شمېري او یا هم پلویان یې دا نو زور ویل دي، تېروتنه ده! او دا تېروتنه مه کوئ او دواړه لوري ولسي جرګه مه ګروه وي.»
اخوا په پارلماني چارو کې د دولت وزیر وايي که د ولسي جرګې غړي ونه توانېږي چې خپل اختلافات حل کړي ولسمشر به دا موضوع سترې محکمې ته وړاندې کړي، خو د ولسي جرګې غړي دا د ولسي جرګې په کار کې د حکومت لاسوهنه او د قانون خلاف عمل بولي.